دخپریدو نیټه : 2015-12-05 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
یوازې د اقینې له بندره په ۶ میاشتو کې ۲۰ زره ټانکره تېل قاچاق شوي
احمد فیصل
سرچینه : د همیانۍ ورځپاڼه
د افغانستان د نورم او سټنډرد (ANSA) ادارې شمېرې ښيي چې یوازې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له اقینې بندر څخه له ګمرکي محصول پرته ۲۰ زره ټانکره تېل په قاچاقي توګه هېواد ته را وارد شوي دي.
دغه تېل د یو شمېر مافیايي بانډونو له خوا له ګمرکي معافیت څخه په ناسمې استفادې افغانستان ته راوړل کېږي.
د نورم او سټنډرد ادارې مرستیال مجیب الرحمن خطیر پرون د ولسي جرګې په غونډه کې وویل چې د هېواد له شمالي او سوېل لوېدیځو بندرونو څخه هره میاشت زرګونه ټانکره تېل هېواد ته قاچاق کېږي.
د خطیر په وینا، دغه تېل له ګمرکي معافیت څخه په ګټې اخیستنې په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو په نوم راوړل کېږي او بیا دلته په ازاد بازار کې پلورل کېږي.
ده وویل، هغه راپور چې دوی ترلاسه کړی، ښيي چې د روان کال په شپږو میاشتو کې یوازې د فاریاب له اقینې بندره چې له ترکمنستان سره پر ګډه پوله پروت دی، شل زره ټانکره تېل له ګمرکي محصول پرته افغانستان ته وارد شوي دي.
خطیر وویل، که دغه اندازه تېل په افغانستان کې د اوسنیو بهرنیو ځواکونو د اړتیا وړ تېلو سره پرتله شي، په مراتبو ډېر دي.
نوموړي دا د نفتي توکو د قاچاق هغه ستره بېلګه وبلله چې یوازې له اقینې بندره په دومره شمېر تېل قاچاق شوي دي.
افغانستان ته سون توکي د مرکزي اسیا، روسیې، ایران او عراق هېوادونو څخه د حیرتان، شېر خان، اقینې، تور غونډۍ او نیمروز بندرونو له لارې راوړل کېږي.
د نورم او سټنډرد ادارې مرستیال د واردېدونکو نفتي توکو قاچاق او معافیت یوه جدي ستونزه وبلله او ویې ویل چې دغه موضوع له امنیت شورا، د سوداګرۍ او بهرنیو چارو وزارتونو او ان له انټرپول پولیسو سره شریکه شوې ده، خو تر اوسه یې په مخنیوي کې کوم مثبت ګام نه دی اخیستل شوی.
نوموړي هېواد ته د بې کیفیته واردېدونکو توکو یو لوی لامل همدغه قاچاق وباله.
د ولسي جرګې وکیلانو په پرونۍ غونډه کې هېواد ته په لویه کچه د بې کیفیته توکو او په ځانګړې توګه د نفتي توکو د خراب کیفیت په اړه اندېښنه وښوده چې په وینا یې د چاپېریال ککړتیا او د بېلابېلو ناروغیو سبب شوي دي.
د ولسي جرګې ځینو وکیلانو په دې برخه کې د نورم او سټنډرد اداره پر بې غورۍ تورنه کړه او ان ځینو وکیلانو تور پور کړ چې د نورم او سټنډرد اداره د پیسو په بدل کې بې کیفیته توکو ته د لېږد اجازه ورکوي.
خو د نورم او سټنډرد ادارې مرستیال وايي، چې دوی د افغانستان په مهمو رسمي بندرونو کې خپلې څانګې لري او یوازې هغو تېلو ته د لېږد اجازه ورکوي چې د افغانستان له ملي سټندردونو سره برابر وي.
د مجیب الرحمن خطیر د معلوماتو له مخې، د انسا ادارې تر اوسه ۲۰ میلیونه، ۲۰۰ زره او ۶۷ زره لیتره بې کیفیته تېل رد کړي دي.
د هغه په خبره دا شمېره د افغانستان د ټولو سوداګریزو توکو په ډله کې یو ریکارډ دی او افغانستان ته تر ټولو ډېر بې کیفیته مصرفي توکي چې واردېږي، هغه سون توکي دي.
خطیر زیاته کړه چې یوازې د روان ۱۳۹۴ کال له لومړۍ میاشتې تر اوسه څه باندې شپږ نیم میلیونه لیتره بې کیفیته تېل رد شوي دي.
دی وايي چې افغانستان ته په اوسط ډول هره میاشت تر یو میلیون لیتره بې کیفیته تېل راوړل کېږي چې په وینا یې دا یو ډېر لوی رقم دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې هم څو میاشتې مخکې ویلي وو، چې لا هم یو شمېر کسان د بهرنیو ځواکونو د اکمالاتو په نوم له ګمرکي معافیت څخه په ناسمه ګټه اخیستنه تېل واردوي، چې دغه کار په لویه کچه د حکومت د ملي عوایدو د ضایع کېدو سبب شوی دی.
د سوداګرۍ خونه وايي، په داسې حال کې اوس مهال په افغانستان کې ۱۲ زره بهرني پوځیان مېشت دي، خو یو شمېر کسان د پخوا په څېر ۱۰۰ زرو بهرنیو پوځیانو ته د اکمالاتو رسولو په نوم غیر قانوني توکي واردوي.