مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-06   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د منډوي اورلګېدنې تر ۵۰ میلیونه ډالره زیان اړولی

احمد فیصل
سرچینه : د همیانۍ ورځپاڼه
لومړنۍ نا تایید شوې شمېرې ښيي چې د کابل ښار په منډويي کې د وړمې ورځې اورلګېدنې د سیمې هټیوالو ته شاوخوا پنځوس میلیونه ډالره زیان اړولی دی. وړمه ورځ «شنبه» د سهار شاوخوا یوولس بجې د کابل ښار په منډوي کې د زرداد په نوم د بوټانو او څپلکو په مارکېټ کې د برېښنا د شارټۍ له کبله اور ولګېد. دغه اور ډېر ژر شاوخوا مارکېټونو ته وغځېد او د ماسپښین تر دوو بجو یې دوام وکړ چې د اور لمبې او لوګي د کابل ښار له ډېرو لرو سیمو لیدل کېدل. د زرداد مارکېټ هټیوال وايي، سره له دې چې تر اورلګېدنې وروسته ډېر ژر د کابل ښار اطفايي ریاست ته خبر ورکړل شو، خو اطفایه پر وخت ور ونه رسېده. خو د کابل امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي وايي، چې اطفايې پر وخت رسېدلې وې او له دې امله چې په مارکېټ کې ډېری توکو د کیمیاوي خاصیت له امله د سوځېدو ډېره وړتیا لرله، اور ډېر ژر نورو سیمو ته وغځېد او ژر کابو کول یې ستونزمن وو. د هغه په خبره، پېښه د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوې او دا چې په دغو سرایونو کې کیمیاوي توکي وو، د اور لمبې په خوار چټکۍ خپرې شوې دي. د کابل د اطفایې ریاست چارواکي وايي، چې د منډوي زیاتره هټۍ او مارکېټونه په غیر معیاري بڼه جوړ شوي دي چې د موټر او اطفایې د ورتګ لارې نه لري. د اطفایو کارکوونکو ویل چې هټیوالو د اور پر وخت له سرایونو خپلي توکي بهر را ایستل چې دې چارې هم د دوی د عملیاتو پر وړاندې خنډ رامنځته کړی و. د زرداد سرای یوه هټیوال همیانۍ ورځپاڼې ته وویل، چې په دې پېښه کې د بوټانو، څپلکو او سپنجونو نږدې ۸۰ هټۍ او او شاو خوا ۲۰۰ ګودامونه سوځېدلي دي. دغه راز د سیمې د هټیوالو او عیني شاهدانو په وینا، په ور څېرمه مارکېټونو کې هم شاو خوا ۱۰۰ هټۍ سوځېدلي دي. د زرداد سرای یوه هټیوال همیانۍ ته وویل:« په دغه هر سوځېدلي دوکان او ګدام کې له دوو تر درې لکو ډالرو مال پروت وو او ټول وسوځېدل. له ځينو هټیوالو نغدې پيسې هم پاتې شوې او یوازې یې خپل ځانونه خوندي ځایونو ته و وایستل.» د زرداد او ورڅېرمه نورو مارکېټونو او سرایونو زیانمن شوي هټیوال وايي، چې هېڅ نه دي ور پاتې او ټولې شتمنۍ یې د اور لمبو ایره کړې دي. د میرزا محمد په نوم یو بل بل هټیوال چې اووه ګودامونه او دوه هټۍ یې سوځېدلي دي، وايي:« زما بدبختي دا وه، چې له میاشتو میاشتو وروسته مې مالونه له پېښې یوه شپه مخکې راورسېدل، همدې ته راورسېدل چې د اور لمبې یې ایره کړي.» دا لومړی ځل نه دی چې د کابل ښار په دې له ګڼې ګوڼې ډکې او مهمې سوداګریزې سیمه کې د اور لګېدنې پېښه رامنځته کېږي. دوه کاله مخکې هم په دې سیمه کې اورلګېدنې خلکو ته په میلیونونو افغانۍ زیان اړولی و. که څه هم تر اوسه په دې پېښه کې د اوښتو زیانونو کره شمېره نه ده ښودل شوې، خو په سیمه کې د یوې نړیوالې موسسې استازو چې د زیانونو پر سروې کولو بوخت وو، په اټکلي توګه وویل، چې ښايي په دې پېښه کې هټیوالو او سوداګرو ته له ۴۰ تر ۵۰ میلیونو امریکايي ډالرو زیان اوښتی وي. په نورو هېوادونو کې سوداګر او متشبثین د بیمې سیستم څخه برخمن دي چې د دغه ډول طبیعي پېښو او افتونو پر مهال د کاروبار د بېرته پیلولو په موخه ور سره مرسته کېږي. خو په افغانستان کې د بیمې منظم او معیاري سیستم د نشتوالي امله، سوداګر او پانګوال تر زیان وروسته د کار د بیا پیلولو جوګه نه وي. حکومت څو کاله مخکې په هېواد کې د بیمې سیستم د فعالولو ژمنه کړې وه، خو تر اوسه دغه کار د بیمې داسې شرکتونو نه دي حاضر شوي چې په معیارونو برابر وي. زیانمن شوي هټیوال له حکومت څخه غواړي چې د کاروبار د بیا پیلولو لپاره دې ور سره مرسته وشي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery