دخپریدو نیټه : 2015-12-06 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
اعتراض کوونکي: حکومت باید نور له خلکو د ملاتړ تمه ونه لري
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د مدني ټولنې یو شمېر فعالیتونو او ځوانانو په وردګو کې د ملي اردو له لوري د ۱۰ ملکي وګړو وژل کېدل وغندل.
دوی په یوه اعتراضیه غونډه کې چې پرون د کابل ښار په عبدالحق څلور لارې کې جوړه شوې وه پر حکومت غږ وکړ چې د دغه جنایت عاملین محاکمه کړي.
د غونډې یوه ګډوال او د مشرانو جرګې غړي حسیب الله کلیمزي د ملکي وګړو د خوندیتوب په برخه کې د حکومت پر پاتې راتلو نیوکه وکړه.
ده وویل چې ملکي وګړي له یوه لوري بهرني ځواکونه او وسله وال مخالفین وژني او له بل لوري د افغان حکومت په ځانګړي ډول په امنیتي سکټور کې د کمزوري مدیریت او ناسمې قوماندې قرباني کېږي.
نوموړي د خبرو پر مهال د افغان ځواکونو په لیکو کې سیاسي ډلو ته د ژمنو کسانو پر موجودیت د نیوکې په ترڅ کې غوښتنه وکړه چې د وردګو د پېښې عاملین باید محاکمه کړي.
نوموړي تر پرونۍ غونډې وړاندې د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې چې امنیتي چارواکي ورغوښتل شوي وو، وویل:« له جګړې پرته په داسې حال کې چې امنیت تامین وي، یهود او وحشي به هم داسې کار ونه کړي.»
د پرونۍ اعتراضیه غونډې ګډونوالې او مدني فعالې مېرمن حمیدې وردګ پر حکومت د سختې نیوکې په ترڅ کې وویل شرمېږي چې اوسني حکومت ته یې رایه ورکړې ده.
نوموړي زیاته:« کاش کلیواله مېرمن وی او رایه مې نه وی ورکړې. شرمېږم چې زموږ پر رایه دغه ډول یو حکومت رامنځته شوی.»
دې خبرداری ورکړ چې حکومت باید نور له خلکو د ملاتړ تمه ونه لري.
هغه یادونه وکړه چې نور دې حکومت په دغه ډول کارونو سره د خلکو حوصله نه ازمويي.
هغې وویل که حکومت د وردګو د پېښې عاملین محاکمه نه کړي، تر خپله وسه به اعتراضونو ته دوام ورکړي.
د ولسي جرګې غړي عبدالرحیم ایوبي وویل وحشت وحشت دی یې که یې هر څوک کوي.
ایوبي وویل کله چې طالبان او داعش خلک وژني حکومت په ځانګړي ډول ولسمشر اشرف غني خلکو ته په دې قناعت ورکوي چې ګنې هغوی ترهګر او جاهل دي، نو کله یې چې د ملي اردو عسکر وژني دې ته به څه نوم ورکوي.
ده وویل د وردګو د پېښې په غبرګون کې هم خلک سره یو ځای کېدای او د دایکندي د پېښې د غبرګون په څېر د ارګ پر دېوالونو ورختلی شوی، خو دوی دا کار ونکړ.
د پرون غونډې ګډونوالو په پای کې یو پرېکړه لیک هم صادر کړ او له حکومت څخه یې د پېښې د عاملینو د علني محاکمې غوښتنه وکړه.
دوی دغه راز وویل چې حکومت دې له خلکو سره توپیري چلند نه کوي او د افغان ځواکونو له منځه دې افغان دښمنه کسان وباسي.
د وردګو په سیداباد ولسوالۍ کې د جمعې په ورځ سهار وختي د ملي اردو له پوستې یو توغندۍ پر یوه جومات په داسې حال کې وتوغول شو چې ماشومان د جومات مخې ته راټول شوي وو.
په دغه برید کې ۱۰ ماشومان ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.
د وردګو والي حیات الله حیات وايي په برید کې ښکېل دری تنه یې نیولي دي.
رسنیو هم داسې ویډیوګانې ترلاسه کړې چې دغه دری تنه په نظارت خانه کې دي او اعتراف کوي چې توغندی دوی فیر کړی دی.