دخپریدو نیټه : 2015-12-06 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
اوباما: د ګڼ شمېر هېوادونو په ملګرتیا به د داعش پر وړاندې مبارزه کوو
احمد فیصل
د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي هېواد له ۶۵ نورو هېوادونو سره په ګډه د داعش پر وړاندې جګړه کوي او دغه ډله به حتما ماته شي. اوباما په یوه وینا کې چې په ژوندۍ بڼه له سپینې ماڼۍ خپرېده وویل چې له داعش سره د جګړې لپاره به کوم هېواد اشغال نه کړي او د همدې اصل له مخې به سوریې او عراق ته ځمکني ځواکونه ونه لېږي. خو ده ټینګار کړی چې د امریکا پوځ د ترهګریزو بریدونو طراحان د نړۍ په هر ګوټ کې چې وي په نښه کړي.