دخپریدو نیټه : 2015-12-06 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ریچارډ اولسون: افغانستان او پاکستان باید په خپل منځ کې د باور فضا رامنځته کړي
احمد فیصل
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له دغو دوو هېوادونو غوښتي چې د اړیکو د ښه کولو لپاره د باور فضا رامنځته کړي. ریچارډ اولسون، کابل ته په خپل لومړي سفر کې له ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله او د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره خبرې کړې دي. اولسن وايي ولسمشر بارک اوباما چې په افغانستان کې په ۲۰۱۶ کال کې هم د خپلو سرتېرو د پاتې کېدو کومه پرېکړه کړې، دا له افغانستان سره د امریکا د اوږدمهاله همکاریو او مرستو ژمنتیا څرګندوي. د امریکا ځانګړي استازي په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان په مشرۍ جوړېدونکي د اسیا زړه کنفرانس ته په اشارې ویلي چې له دې سره سیمه ییزه همکاري زیاتېږي. د ده په خبره، د افغانستان لپاره دا یو ښه چانس دی چې د سیمه ییزې همکارۍ د راجلبولو په موخه له دې کنفرانس څخه ښه ګټه پورته کړي.