دخپریدو نیټه : 2015-12-07 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
امریکا د هند او پاکستان د ملي امنیت د سلاکارانو ترمنځ د کتنې هرکلی کړی
احمد فیصل
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي امریکا د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې د سویلي اسیا ددغو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کموالي او د اړیکو د ښه کېدو لامل کېږي. ده ویلي چې د هند او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې د دواړو هېوادونو او سیمې لپاره حیاتي دي.