دخپریدو نیټه : 2015-12-07 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د جرمني د دفاع وزیرې د افغانستان شمال ته سفر کړی دی
احمد فیصل
اوروسولا وان دیرلاین د بلخ په مرکز مزار شریف کې له جرمني ځواکونو سره کتلي دي. نوموړې دغه راز د هېواد په شمال کې د افغان امنیتي ځواکونو له چارواکو سره هم ناسته درلوده. ټاکل شوې د جرمني په نږدې راتلونکي کې ۱۳۰ نور عسکر هم افغانستان ته راولېږي او ځواکونه به یې په ۲۰۱۶ کال کې هم په افغانستان کې پاتې شي. ۸۵۹ جرمني عسکر اوس هم په افغانستان کې مېشت دي.