مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-08   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

شنونکي: د وسله والو په اړه د لوی درستیز څرګندونې غیر مسئولانه دي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د چارو یو شمېر شنونکي د پوځ د لوی درستیز هغه څرګندونې چې په وینا یې څلوېښت سلنه وسله وال له زندانونو خوشي شوي کسان دي، وايي، دا څرګندونې په امنیتي بنسټونو کې د نه همغږۍ په معنا او د یوې ناسمې محاسبې له مخې شوې دي. قدم شاه شهیم څلور ورځې وړاندې د مشرانو جرګې په غونډه کې وویل، څلوېښت سلنه هغه کسان چې د وسله والو په لیکو کې جنګېږي او جګړه رهبري کوي، د حکومت له زندانونو خوشي شوي کسان دي او د ده دغه څرګندونې مسوولانه دي او په اړه یې د شواهدو وړاندې کولو ته هم چمتو دی. سیاسي کارپوه او د بګرام زندان د زندانیانو دوسیو د څېړنو کمېټې پخوانی غړی عبدالشکور دادرس وايي، د لوی درستیز دغه محاسبه په بې سارې ډول ناسمه ده. دادرس سرنوشت ورځپاڼې ته وویل: ((په تېرو څو کلونو کې زندانیان یوې ادارې نه دي خوشي کړي، ځينې محکمې خوشي کړي، ځيني د سولې عالي شورا خوشي کړي، ځيني د فرمانونو له مخې خوشي شوي او یو شمېر نور هم موږ یعنې د بګرام زندانیانو د دوسیو څېړلو کمېټې خوشي کړي، که څه هم کره شمېر یې نشته؛ خو ټول ښايي تر دری زره زیات وي.)) د نوموړي په خبره، که خوشي شوي کسان ټول څلور زره وي او د شهیم په وینا، دا د جنګېدونکو کسانو څلوېښت سلنه وي نو په افغانستان کې ټول لس زره طالبان جنګېږي؛ خو دا چې دری نیم لکه امنیتي ځواکونه لس زره طالبان له منځه نه شي وړی، د شرم وړ خبره ده. دادرس همدراز زیاتوي، د کورنیو چارو وزارت هره ورځ اعلان کوي چې له سلو زیات طالبان یې په څلورویشتو ساعتونو کې وژلي چې په اوسط ډول دا کسان له زرګونو اوړي نو بیا په افغانستان کې باید اوس هېڅ طالب نه وی. دی وايي، د امنیتي بنسټونو تر منځ د مخالفینو د شمېر یا نورو امنیتي پېښو په اړه همغږي نشته او تر ډېره غیر مسوولانه څرګندونې کوي. د دغه کار ښه بېلګه د ملي دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو له اعلامیو هم ښکاري چې هر سهار له دغو وزارتونو خپرېږي؛ خو شمېرې یې سره متفاوتې وي. د امنیت شورا مخکني ویاند نجیب منلی وايي چې د لوی درستیز په حساب په افغانستان کې ۴۷۵۰ وسله وال جنګېږي. منلي پر خپل فیسبوک لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ایوب سالنګي ویلي چې دوی سږ کال دری زره طالبان وژلي، دوه زره یې ټپيان کړي او ۳۴۴ یې نیولي دي چې دا شمېر د قدم شاه شهیم تر اټکل لوړه ده او باید اوس په افغانستان کې هېڅ وسله وال نه وای پاتې. خو دا چې په افغانستان کې د وسله والو کره شمېر څومره دی؟ دولتي بنسټونه یې په اړه یوه خوله نه دي او ان هېڅ معلومات نه لري. د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش سرنوشت ته وویل چې ښايي وزارت د هېواد د ټولو وسله والو کره شمېر ولري؛ خو ده ته نه دی معلوم. د وزارت ویاند صدیق صدیقي بیا له بیا بیا اړیکو سره هم په دې اړه سرنوشت ته څه ونه ویل. تر دې وړاندې د حکومت او ناټو له دریځه داسې څرګندونې شوې وې چې په ټول هېواد کې شاوخوا شل زره وسله وال جنګېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery