دخپریدو نیټه : 2015-12-09 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ولسمشر غني په اسلام اباد کې د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سره هم کتلي
احمد فیصل
ولسمشر غني د هند د بهرنيو چارو له وزيرې سره په کتنه کې له دې هېواد مننه کړې، چې د افغانستان د هوايي ځواکونو د پياوړتيا په برخه کې مرستې کوي. د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمداشرف غني، پرون په پلازمېنه اسلام اباد کې د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشماسوراج سره وکتل. سرچينه کاږي، په دې کتنه کې نوموړي له افغانستان سره په نظامي او په ځانګړي ډول د هوایي ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې د هند د مرستو مننه وکړه. ولسمشر د کانونو په برخه په ځانګړي ډول د افغانستان د مرمرو د برش، پالش او اروپایي بازارونو ته د افغاني مرمرو د پلور د تیارولو په برخه کې د هندوستان د همکارۍ غوښتنه وکړه. هغې ولسمشر ته ډاډ ورکړ، چې هېواد به یې د کانونو او انکشافي برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.