دخپریدو نیټه : 2015-12-11 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ولسمشر غني ترکمنستان ته ولاړ
احمد فیصل
ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ټاپي د ګازو نل لیکې پروژې د پرانیستې لپاره د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد ته روان شو. ولسمشر غني به د دغه دوه ورځني رسمي سفر په جریان کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګازو د نل لیکې د پروژې د ساختماني کار پر پرانیستې سربېره به د ترکمنستان له جمهور رئیس قربان قلي بردي محمدوف سره هم وګوري له ارګه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي ، چې له ولسمشر سره په دې سفر کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د ولسمشر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي، د کانونو وزیر داوود شاه صبا، د اوبو او انرژي وزیر علي احمد عثماني، د سوداګرۍ وزیر محمد همایون رسا، د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر، د منځنۍ اسیا په چارو کې د ولسمشر سلاکار شاکر کارګر او د هرات او فاریاب والیان هم ملتیا کوي.