دخپریدو نیټه : 2015-12-12 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
په ارزګان کي پوليسو پر موټرسيکلونو بنديز لګولی او خلکو يي په غبرګون کي لاريون وکړ .
نسيم کندهاری
د ارزګان په مرکز ترينکوټ کي سلګونو کسانو د امنيه قوماندانۍ د هغه پريکړي په غبرګون کي لاريون وکړ چي له مخي يې په دې ولايت کي د موټرسيکلونو پر تګ راتګ بنديز لګيدلی دی .
لاريون وال وايي ، چي دلته موټرسيکلونو ته جدي اړتيا ده او د نقليي په توګه تر ډيره د دې واسطې څخه کار اخستل کيږي .
دوی غوښتنه کوي چي دا پريکړه دي بيرته واخستل سي .
د ارزګان امنيه قوماندان غلام سخي روغ ليونی وايي ، په دې وروستيو کې د موټرسيکلونو څخه په ګټي اخستني غلچکي بريدونه ډير سوي دي او دوی د همدې بريدونو د مخنيوي دپاره دا پريکړه کړې ده .
د قوماندان په وينا چي پر خپله پريکړه ولاړ دی او تمه لري چي د دې لاري به د غلچکي بريدونو مخه ونيول سي .
په تيرو دريو ورځو کي د ارزګان په مرکز ترينکوټ کي درې تنه په غلچکي بريدونو کي وژل سوي دي ، امنيه قوماندان وايي چي په دې دريو واړو پيښو کي د موټرسيکل څخه استفاده سوې ده .