مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-13   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

شنونکي: د ټاپي پروژې امنيت د افغان حکومت لپاره ستره ازموینه ده

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د چارو یو شمېر شنونکي د ټاپي پروژې امنیت ساتنه او پیاوړی مدیریت د افغان حکومت د ازموینې مهم پړاو بولي او په وینا یې که حکومت وکولی شي د دې پروژې امنیت په سمه بڼه تامین کړي، په اسانۍ به نړیوال باور خپل کړي. دوی وايي دغه راز وایي چې د امنیت خونديتوب به د راتلونکې لپاره د نورو سیمه ییزو پروژو د ترلاسه کولو زمینه هم برابره کړي. ټاپي پروژه تېره ورځ په ترکمنستان کې د افغان او ترکمنستان د ولسمشرانو، د پاکستان د لومړي وزیر او د هند د مرستیال ولسمشر له لوري پرانیستل شوه چې د ګازو د دې نللیکې نږدې اووه نیم سوه کیلومتره به په افغانستان کې تېریږي. په همدې حال کې ارګ د پاکستان د دفاع وزیر هغه څرګندونې غیر مسوولانه بللې چې له طالبانو یې د ټاپي پروژې په امنیت ساتنه کې مرسته غوښتې وه. ازاد خبریال شېراحمد حیدر وايي، د ټاپي د پلي کېدو لپاره تر ټولو لومړنی شرط امنیت دی او که حکومت په دې چاره کې بریالی نه شي، ښايي په نړیواله او سیمه ییزه کچه پرې بې باوري زیاته شي. حیدر وايي، پاکستان پر طالبانو هم فشار راوړلی شي، تر څو د دې پروژې پر وړاندې خنډ نه شي او افغان حکومت باید له پاکستان سره هم په دې اړه خبرې وکړي. نوموړي سرنوشت ته وویل، د افغان حکومت اوسني حالت ته په کتو ښايي حکومت د دې پروژې امنیت په سمه بڼه خوندي نه شي کړی؛ خو څلور واړه هېوادونه غواړي دغه پروژه په سمه بڼه پر ټاکلي وخت بشپړه شي. د معلوماتو له مخې، له ټاپي پروژې به هر کال افغانستان څلور سوه میليونه ډالر مالیه ترلاسه کوي او په لومړۍ لسیزه کې پنځه سوه، په دویمه لسیزه کې یو میلیارد او په دریمه لسیزه کې یو نیم میلیارد متره مکعبه ګاز هم له دې نل لیکې پېرلی شي او که د ګاز خپل استخراج ولري خپل ګاز هم نورو هېوادونو ته لېږدولی شي. پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وايي، د ټاپي امنیت ساتنه د افغان حکومت لپاره خورا مهم ازمایښتي پړاو دی او باید له دغه پړاو بریالی راووځي. نوموړي سرنوشت ته وویل، پاکستان د یو مضر هېواد په توګه د سیمې د بې ثباتۍ لامل شوی؛ خو تمه ده په دې چاره کې مثبت رول ادا کړي. د ټاپي څه باندې اوولس سوه کیلومتره اوږدوالی لري چې اته سوه کیلومتره یې د پاکستان له خاورې تېرېږي. له پانګه اچونې د ملاتړ ادارې مخکنی مشر وفي الله افتخار وايي چې د ټاپي پر وړاندې په افغانستان کې اوس لویه ستونزه نه لیدل کېږي. د ده په وینا، د مالي تمویل له پلوه هم د دې پروژې په اړه کومه اندېښنه نشته، بلکې یوازې د افغان حکومت پیاوړي مدیریت ته اړتیا لري. دی ټاپي د څلورو ښکېلو هېوادونو، ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند پر اقتصاد اغېزمنه پروژه بولي. پر ټولنیزو رسنیو د ټاپي پروژې لپاره ګڼو افغانانو هیله مندي څرګنده کړې او دا یې په سیمه کې د هېوادونو د نژدي والي لپاره هم مهمه بللې. خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه د دې وړتیا لري چې له خپلې خاورې ساتنه وکړي او د ټاپي په څېر د نورو پروژو ساتنه هم وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery