دخپریدو نیټه : 2015-12-13 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
۲۵ زره افغان کارګر سعودي ته لېږل کېږي
احمد فیصل
د کار او ټولنيزو چارو وزارت په نږدې راتلونکي کې سعودي عربستان ته شاوخوا ٢٥زره افغان کارګر استوي.
د دغه وزارت چارواکي وايي چې دا شمېر افغان کارګر د ولسمشر اشرف غني او د سعودي عربستان د پاچا تر منځ د ټيلېفون له لارې د شوي هوکړه ليک له مخې استول کېږي.
د کار، ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو چارو وزيرې نسرين اورياخېل دا ټکى پرون د افغان– کوريا د مسلکي او حرفوي زده کړو انستيتيوت څخه د ٣٩٥ کارګرانو د فراغت غونډې ته څرګند کړ.
مېرمن اروياخېل وويل چې د روانې اوونۍ په اوږدو کې د دغه وزرات د کار د مرستيال په مشرۍ د هوکړه ليک د لاسليک په موخه عربستان ته سفر کوي او وروسته به د کارګرانو د لېږد پروسه په رسمي ډول پيل شي.
هغې زياته کړه چې اوسمهال د کارګرانو د څرنګوالي په اړه کار روان دى او د دغه وزارت د بشري قوا رياست د ماهرو کارګرانو پر لړليک کار کوي.
د دغه وزرات د معلوماتو له مخې، خصوصي شرکتونه د دې ګارګرانو د استولو ترڅنګ، د هغوى ټول لګښتونه ورکوي او وروسته د کارګرو د تنخوا يوه برخه په دې شرکتونو پورې اړه لري.
د کار وزير په غير قانوني ډول د ځينو شرکتونو له خوا د افغان کارګرو د لېږد په اړه وويل:« دې شرکتونو له وزارت څخه د فعاليت هېڅ جواز نه دى اخيستى، په غير قانوني ډول يې فعاليت درلود او له کارګرانو يې زياتې پيسې اخلي.»
مېرمن اورياخېل زياته کړه چې په دې برخه کې يواځې ٦٤ شرکتونه له دغه وزارت سره ثبت شوي، خو بيا هم اجازه نه ورکول کېږي چې په خپل سري ډول بهر ته د لېږدولو په بهانه له کارګرانو پيسې واخلي.
د کار او ټولنيزو چارو وزير د افغان – کوريا د فني او حرفوي زده کړو انستيتيوت څخه د ٣٩٥ فارغانو غونډې ته وويل چې فني او حرفوي زده کړې د ټولنې سخته اړتيا ده او او د کارموندنه ددې وزارت په لومړيتوبونو کې ځاى لري.
دا په داسې حال کې ده چې د روزنيزې موسسې زده کوونکي وايي چې تر اوسه پورې ٥٥ زره کسان له دې پروګرامونو فارغ شوي چې د ښځو او معلولينو مخامخ ونډه پکې ٢٩ سلنه ده.
د دغه انستيتيوت مشر ميرجلال الدين ايشان په خپلو خبرو کې وويل چې له دې مرکزفارغ شوي زده کوونکي له بهرنيو کارګرو سره د سيالۍ وړتيا لري، ځکه چې درسي پروګرامونه يې تر ډېره عملي بڼه لري.
ياد انستيتيوت په ١٣٨٤ لمريز کال کې په کار پيل کړى.
د دغه مرکز د چارواکو په خبره، هر کال د هېواد په کچه ٥٠٠ زده کوونکي دې مرکز ته د راتلو لپاره برخه اخلي چې له منځه يې ٤٠٠ کسان جذب کېږي.