مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-14   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د وردګو د توناژ په تله کې بیا فساد پیل شوی

احمد فیصل
سرچینه : د همیانۍ ورځپاڼه
د وردګو ځايي اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت د بار وړونکو موټرو د لوړ توناژ په تله کې یو ځل بیا فساد پیل شوی دی، خو والي د فساد خبره ردوي. د وردګو والي حیات الله حیات د روان کال په لړم میاشت کې په میدان ښار کې د بار وړونکو موټرو په تله کې په اصلاحاتو لاس پورې کړ. پخوا په دې تله کې دومره فساد و، چې د یوې ورځې عواید یې د تېرو څو کلونو له ټولو عوایدو سره برابر نه وو. د دغه ولایت د فواید عامې د رییس په ګډون یو شمېر امنیتي او ملکي چارواکي چې په فساد کې ښکېل وو، د والي له خوا له دندو لرې او څارنوالۍ ته معرفي شول. تر دې وروسته بار وړونکو موټرو تر یوې مودې له ټاکلې اندازې ډېر بار نه لېږداوه او هغو موټرو چې ډېر بار لېږداوه، له تلې د تېرېدو لپاره به یې خپل نیمايي بار په ټوپ دښته کې تخلیه کاوه. په داسې حال کې چې والي په تله کې د فساد او د عوایدو د ضایع کېدو مخه ونیوله، خو ویل کېږي چې اوس یو ځل بیا په تله کې فساد پیل شوی دی. یوه چلوونکي چې له جلګې ولسوالۍ څخه د کچ راوړي همیانۍ ورځپاڼې ته وویل چې د توناژ په تله کې بیا فساد پیل شوی. دغه چلوونکي چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله وویل چې د توناژ په تله کې د فساد تر مخنیوي وروسته چلوونکو خپل موټر چې ډېر وزن به یې درلود، په ټوپ دښته کې نیمايي کول او وروسته به له میدان ښار څخه کابل ته تېرېدل. دغه چلوونکی وايي له تېرو څو ورځو راهیسې د توناژ په تله کې بیا فساد پیل شوی او چلوونکي لوړ بار لرونکي موټر مستقیم کابل ته راوړي. خو د وردګو والي حیات الله حیات په تله کې د فساد خبره ردوي. حیات همیانۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې د تلې د کارکوونکو د کارونو د څارنې په موخه یې د ټولو ادارو په ګډون یو ګډ پلاوی ټاکلی دی. حیات وویل چې په دې څارونکي پلاوي کې د ولایت د مقام، د کانونو او پټرولیم د ریاست، د فواید عامې ریاست، ملي امنیت او د امنیه قومندانۍ استازي برخه لري. هغه وايي چې یاد پلاوی د تلې کارونه څاري او که بیا د فساد کومه پېښه ولیدل شوه، نو پر وړاندې به یې اقدام وکړي. حیات الله حیات وویل:«موږ به عوایدو ته هم وګورو، که فساد موجود وي، نو عواید کم او که نه وي، نو لوړېږي.» ده د تلې د عوایدو میاشتنی اوسط حد ۱۱ لکه افغانۍ وباله چې په وینا یې تر دې مخکې یوازې په ۱۳۹۳ کال کې ټول ۱۵ زره افغانۍ عواید راټول شوي وو. خو چلوونکي چې د ډېر بار په بدل کې د تلې مامورینو ته بډې ورکوي او د قانون خلاف ډېر بار لېږدوي، د عوایدو د ضایع کېدو نه، بلکې د سړک د تخریب لامل کېږي. د کابل-کندهار لویه لار چې د میدان وردګو په مسیر کې پرته ده، د بار وړونکو موټرو د ډېر بار له امله ویجاړه شوې او جرونه په کې ایستل شوي دي. په یاده تله کې تر ډېره هغه بار وړونکي موټر تلل کېږي، چې د وردګو د جلګې له کان څخه ګچ لېږدوي. د وردګو یو شمېر اوسېدونکي وايي، اوسنۍ تله چې په میدانښار کې موقعیت لري؛ د لنګر سیمې ته باید ولېږدول شي او یا هلته بله تله کېښوودل شي. خو والي حیات الله حیات وايي، که ترازو لنګر ته ولېږدول شي، نو هلته به یوازې د ګچو بار وړونکو موټر پرې وزن کېږي او د کابل-کندهار د لویې لارې موټر له وزن څخه پاتې کېږي. هغه په دې برخه کې د امکاناتو او ظرفیتونو د نشتوالي یادونه وکړه. د حیات په وینا، په اوسنۍ تله کې یوازې له کابله راتلونکي موټر او د ښار دننه د ګچو بار وړونکي موټر وزن کېږي او هغه موټر چې د کندهار له لوري راځي، نه تلل کېږي. ده وویل، په پام کې ده چې د شش ګاو په سیمه کې یوه بله تله ولګول شي، څو هغه بار وړونکي موټر چې د کندهار له لوري کابل ته راځي، دلته وتلل شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery