دخپریدو نیټه : 2015-12-14 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د قطر شهزداه د احمد ضیا مسعود زوی هرات ته را بللی وو
احمد فیصل
د ولسي جرګې لومړى مرستيال ادعا کوي چې د قطر شهزداه د اصلاحاتو او غوره حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضياء مسعود د زوى له خوا هرات ته رابلل شوى و. د هرات سيمه ييزو چارواکو د ليندۍ په ٣مه ويلي و، چې د قطر يوه الوتکه د سيمه ييزو مقاماتو له همغږۍ او خبرونې پرته د دې ولايت په هوايي ډګر کې ناسته ده او لس ګران بيه موټر او يوه اندازه خوراکي توکي يې ترې راکښته کړي دي. هرات کې د يادې الوتکې خپلسرې ناستې په تړاو، پوليسو شپږ کسان ونيول او ولسمشر غني د هرات هوايي ډګر آمر او د هېواد د هوايي ډګرونو د کنټرول مسوول دندې وځنډولې. د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير پرون د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل د قطر شهزاده د دې لپاره چې د څو ساعتونو لپاره افغانستان کې تم شي، د مسعود زوى ته دوه ميليونه ډالره نقد ورکړي وو، د ٢٠ لينډکروزرو، ٣٥ ډاټسن موټرو او يو خېمه چې ٧٠٠زره ډالره ارزښت يې درلود، ژمنه کړې وه چې افغانستان ته يې ولېږدوي. د ولسي جرګې لومړي مرستيال وويل: "د ٢٠٠ ميله وسلو اخيستلو لپاره هم پيسې ورکړل شوې وې چې د مراسمو له پاې ته رسېدو څخه وروسته، موټر او خېمه هم د احمدضياء مسعود زوى ته وربښل کېدل.