مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-16   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

امریکا له دویمې نړیوالې جګړې راوروسته دیرش ملیونه انسانان وژلي

احمد فیصل
کاناډايي ګلوبل ریسرچ ویبپاڼه لیکي: امریکا له دویمې نړیوالې جګړې راوروسته دیرش ملیونه انسانان وژلي دي، ویبپاڼه زیاتوي : نور باید له امریکا په دې پلمه ملاتړ ونه شي، چې له ترهګرۍ سره مبارزه کوي. یاده ویبپاڼه په خپل تازه راپور کې لیکي: امریکا اوس هم لګیا ده دافغانستان او عراق په څېر کمزورو هېوادو ته سرتیري استوي، په افغانستان کې ۹۸۰۰ او په عراق کې بیا ۳۵۰۰ امریکايي سرتیري شتون لري او د جان مکین په څېر سناتوران غواړي، چې دسوریې دجګړې لپاره ۲۰ زره سرتیري واستول شي، خو له دویمې نړیوالې جګړې راوروسته دامریکا دا ډول نظامي مرستې او ملاتړ د نورو ولسونو لپاره خونړی ثابت شوی دی. له دویمې جګړې راوروسته تر ۲۰۰۱ ز پورې دنړۍ په کچه ۲۴۰ جګړې رامنځته شوې دي په دې کې ۲۰۱ جګړې دامریکا له لورې پیل شوې دي،له همدې نېټې وړاندې نږدې ۲۷ ملیونه انسانان وژل شوي دي، دافغانستان او عراق هغه په کې تر اوسه نه دي حساب شوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery