مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-18   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

سږ کال تر ۶۰ میلیونه ډېر انسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي

احمد فیصل
ملګري ملتونه وايي چې روان کال په نړۍ کې تر ۶۰ ملیونه زیات انسانان د کور- اور پرېښودو او مهاجرېدو ته مجبوره شوي دي. د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ د راپور له مخې، له هرو ۱۱۲ تنو څخه یو تن مجبوره شوی چې کور پرېږدي. د دې کمیشنرۍ په وینا په دې شمېر کې ۲۰ ملیونه پناه غوښتونکي هم شامل دي. د ملګروملتو د راپور پر اساس له ۱۹۹۲ را په دې خوا هیڅکله دومره انسانان مهاجر شوي نه ول. د دې راپور له مخې په سوریه، اوکراین، افغانستان، عراق، سومالیا، جنوبي سوډان، برونډي، منځنۍ افریقا او کانګو جمهوریت کې د جګړو زیاتوالي د کډوالو شمېر ډېر کړی دی. په دې راپور کې همداراز ویل شوي چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله د پناه غوښتونکو شمېر په سلو کې ۷۸ زیات شوی دی او د کورنیو بې ځایه شویو شمېر ۳۴ ملیون تنو ته رسېدلی دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery