دخپریدو نیټه : 2015-12-18 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ولسمشر غني پرون میدان وردګو ولایت ته تللی و
احمد فیصل
ولسمشر محمد اشرف غني پرون میدان وردک ته لاړ چې د دغه ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو له لوري د ۹ تنو ملکیانو پر وژل کېدو خواخوږي څرګنده کړي. له ولسمشر غني سره د میدانښار په دې سفر کې د کورنیو چارو وزیر، لوی درستیز، د ملي امنیت مرستیال رييس او یو شمېر نور چارواکي ملګري ول. ولسمشر غني د میدان وردک ولایت له قومي مشرانو، او سپین ږیرو سره په غونډه کې د افغانستان د ملي دفاعي ځواکونو په استازیتوب د سید اباد د پېښې په خاطر بخښنه وغوښته او د پېښې د قربانیانو د کورنیو له غړیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه. ده وویل چې د دې پېښې عاملان نیول شوي او تحقیقات ورڅخه روان دي. ده له خلکو وغوښتل چې حکومت ته وخت ورکړي چې د عدالت د پر ځای کولو لپاره اصولي ګامونه واخلي. ولسمشر د میدان وردک له اوسېدونکو وغوښتل چې په خپل ولایت کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره ولسي پلان جوړ کړي او له حکومت سره دې شریک کړي.