دخپریدو نیټه : 2015-12-19 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
په هلمند کي ولسونو په پراخه کچه دټاپي پروژې ملاتړ اوهرکلی وکړ
جواد
هغه مراسم چي دشنبې په ورځ د سلګونو خلکو ، ځوانانو اودولتي چارواکو په ګډون دهلمند ولایت په انګړ کي جوړ سوي وه دیوې لویې اوپراخي غونډي پرمهال یې د ټاپي پروژې ملاتړ وکړ اودولسمشر غني ددې ستر اقدام ننګه اوستاینه یې وکړه .
هلمند والي میرزاخان رحیمي چي غونډي ته یې خبري کولې ویې ویل چي دهلمند ملکي اوپوځي اداره اوهلمند میشتي ولسونه چمتو دي چي ددي ستري اقتصادي پروژې امنیت وساتي اوپه پلی کیدو کي یې هرراز همکاري وکړي .
ښاغلي رحیمي همداراز ولایتي ادارې اوولسونو په استازولۍ له مرکزي دولت څخه وغوښتل داچي د ګازو داستره نللیکه دهلمند څخه تیریږي اوزیاته برخه یې په بر کي نیسي هیله ده چي دهلمند دبشري منابعوڅخه زیات کارواخیستل سي اوورته ډیر امتیاز په نظرکي ونیول سي .
وروسته دولایتي شورا مرستیال عبدالمجید اخندزاده ، قومي مخور حاجي محمدنادرخان ، مدني فعال بریالي هلمند او دوسله وال پوځ په استازیتوب د ۵۰۵ بست زون قوماندان پاسوال عصمت الله دولتزي خبري وکړې اوډاډ یې څرګند کړ چي ددې ستري اواغیزمني پروژې په پلي کیدو کي به ولس اووسله وال پوځ خپل ورسپارل سوی ملي رسالت اداکړي .