مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-19   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ټاپي د افغانستان د برخې سروې په ۲۰۱۶ او عملي کار په ۲۰۱۷ کال پیلېږي

احمد فیصل
سرچینه : د همیانۍ ورځپاڼه
د کانونو او پټرولیم وزیر وايي د ټاپي پروژې د افغانستان د برخې د سروې کار به د ۲۰۱۶ کال په لومړیو کې پیل شي. داوود شاه سبا پرون د ټاپي پروژې د پلي کېدو او د عملي کار د څرنګوالي په اړه بشپړ راپور ولسي جرګې ته وړاندې کړ. نوموړي جرګې ته د خپلو څرګندونو پر مهال وویل:« د ټاپي پروژې عملي کار په ترکمنستان کې پیل شوی دی او په افغانستان کې به یې د سروې چارې د ۲۰۱۶ کال په لومړیو کې پیل شي. لومړۍ به هغه سیمې چې د ټاپي پروژې ترې تېرېږي له ماینونو پاکې شي.» سبا زیاته کړې چې تر سروې وروسته به د ۲۰۱۷ زېږدیز کال په پيل کې د ټاپي د افغانستان د برخې کار پر یوه وخت له څو ځایونو پیل او په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې به عملا پاکستان ته د دې نللیکې په مرسته ګاز ولېږدول شي. د ټاپي نللیکه د تورغونډۍ په بندر کې د افغانستان خاورې ته داخلېږي او د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار له ولایتونو تر تېرېدو وروسته پاکستان ته رسېږي. د څلورو واړو هېوادونو د پرېکړې له مخې د پروژې په پلي کولو کې ۸۵ سلنه ونډه ترکمستان ته ورکړل شوې او د پلي کوونکي کنسورشیم مشري هم د ترکمن ګاز کمپنۍ کوي. پاتې دری هېوادونه افغانستان، پاکستان او هند به د نللیکې په رغونه کې پنځه پنځه سلنه ونډه واخلي. ښاغلي سبا ویلي:« افغانستان د خپلې ونډې دوه سلنه پیسې د حکومت له بودجې ورکوي او پاتې دری سلنه به بهرني مرستندوی بنسټونه ورکړي. ترکمنستان هم ژمنه کړې که بهرني مرستندوی بنسټونه له افغانستان سره د خپلې ونډې په تمویل کې مرسته ونه کړي، دغه هېواد به خپله مرسته ورسره وکړي.» دا په داسې حال کې ده چې پرون پاکستاني رسنیو خبر ورکړ چې د اسیا پراختیايي بانک به د ټاپي پروژې د افغانستان د برخې دری سلنه تمویل کړي. د دې سترې اقتصادي پروژې ټول لګښت تر ۱۰ میلیاردو ډالرو اټکل شوی دی. د کانونو او پټرولیم وزیر ولسي جرګې ته د معلوماتو وړاندې کولو پر مهال وویل چې د ټاپي پروژې له لارې د ګازو د لېږد د ترانزیټ له فیس څخه به هر کال له ۳۷۵ تر ۴۰۰ میلیونه ډالره عواید ترلاسه کړي. پر دې سربېره به اووه زره دایمي کاري فرصتونه چې ډېری به یې په افغانستان کې وي، رامنځته کړي. داوود شاه سبا هیله څرګنده کړه خلک به د ټاپي پروژې په پلي کولو کې مرسته وکړي. ده دغه راز وویل چې ترکمنستان د افغان کدرونو د روزنې په برخه کې هم د مرستې ژمنه کړې ده. د شمېرو له مخې د ټاپي پروژې له لارې به د پاکستان د ګاز ۶۰ سلنه اړتیا پوره شي. د څلورو واړو هېوادونو د هوکړې له مخې به دا نللیکه هر کال ۳۳ میلیارد متر مکعبه ګاز پاکستان او هند ته ولېږدوي. افغانستان هم په لومړیو لسو کلونو کې ۵۰۰ زره متر مکعبه، په دویمه لسیزه کې یو میلیارد متر مکعبه او په دریمه لسیزه کې کې به یوه نیم میلیارد متر مکعبه ګاز له دې نللیکې ترلاسه کړي. د کانونو او پټرولیم وزیر په هېواد کې له ګاز څخه د ګټې اخیستو لپاره د اړتیا وړ سیستم نه شتون یوه ستره ستونزه وبلله او زیاته یې کړه:« که افغانستان له ځانګړي شوي ګاز څخه استفاده و نه شي کړلی، کولی شي هغه پر هند او پاکستان وپلوري.» د کانونو وزیر زیاته کړه افغانستان د ټاپي پروژې په پرانیستلو سره د سیمه ییزې همکارۍ یوه نوي پړاو ته ننوتلی او له دې پروژې سره شپږ نورې موازي پروژې به هم عملي شي چې د افغانستان لپاره به په کال کې ۱۰۰ میلیونه ډالره عواید ولري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery