مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

حکومت ۱۸،۴میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي

احمد فیصل
سرچینه : د همیانۍ ورځپاڼه
ولسمشر اشرف غني وايي افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل سږ کال د ملي عوایدو لپاره ټاکل شوی هدف پوره کړی دی. د پیسو نړیوال وجهي صندوق د ۱۳۹۴ مالي کال لپاره افغانستان ته د ملي عوایدو د راټولولو لپاره ۱۴ میلیارده افغانۍ هدف ټاکلی و. خو ولسمشر اشرف غني پرون په یوه غونډه کې وویل چې افغانستان سږ کال ټولټال ۱۸،۴ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي. نوموړي د مالیې له وزارت څخه مننه وکړه چې د ملي عوایدو د راټولولو په برخه کې یې خواري کړې ده. ولسمشر زیاته کړه، په دې سختو شرایطو کې د دې معنا دا ده چې که نوره هم هڅه وکړو، نو ډېر ژر به پر ځان بسیا شو. د سږ کال په ملي عوایدو کې ۴،۴ میلیارده ډالره زیاتوالی راغلی دی، په داسې حال کې چې تېر کال افغانستان د عوایدو له ۱۱ میلیارده افغانۍ کسر سره مخ و. د مالیې وزارت د ۱۳۹۳ مالي کال لپاره ۱۰۹ میلیارده افغانۍ هدف ټاکلی و، چې له دې جملې د ټول کال ترپایه ۹۸ میلیارده افغانۍ یې راټولې کړې وې. د مالیې وزارت وايي چې د سږ کال د ملي عوایدو د هدف له پوره کېدو سره به د پیسو نړیوال صندوق له خوا تشویقي مرسته هم ترلاسه کړي. ټاکل شوې چې ای.اېم.اېف افغانستان ته شاوخوا ۸۵ میلیونه ډالره تشویقي مرسته وکړي. ګمرکي محصول او مالیات د افغانستان د ملي عوایدو مهمې سرچینې جوړوي. د یادونې ده چې حکومت سږ کال د ګرځنده مبایل پر کرېډټ کارټونو هم د مخابراتي حق الخدمت په توګه لس سلنه مالیه وضع کړه. همدارنګه د واردېدونکو سون توکو پر هر لیټر هم یوه افغانۍ محصول اصافه شوی دی، چې ښايي له دې درکه هم سږ کال د ملي عوایدو په کچه کې زیاتوالی راغلی وي. ولسمشر اشرف غني په پرونۍ غونډه کې چې د ټاپي پروژې د هرکلي په موخه د هرات، کندهار، نیمروز او فراه ولایتونو د مشرانو، والیانو او ځوانانو له خوا جوړه شوې وه، له هېوادوالو مننه وکړه چې ټاپي يې په نېک فال حساب کړه. ولسمشر زیاته کړه، چې افغانستان په یوه غږ مثبت بدلون، په یوه غږ سیمه ییزه او په یوه غږ نړیواله همکاري. اشرف غني د دغه بدلون اساس ملي یووالی او د افغانانو ترمنځ مساوات وباله. هغه وویل، نن په افغانستان کې د اقتصادي مسایلو په اړه یوه ستره اجماع رامنځته شوې ده او ټوله نړۍ باید غوږ ورته کېږدي. د نوموړي په وینا دا اجماع د خلکو نوی لیدلوری او معنا یې دا ده چې نور واوړه او کوچني کارونه کفایت نه کوي بلکې سترې سیمه ییزې پروژې باید عملي شي، څو مثبت بدلون راولي. ولسمشر غني ټاپي یو لیدلوری وباله چې په وینا یې دغه پروژه به افغانستان په سیمه کې د ټکر له نقطې د همکارۍ نقطې ته یوسي. ده دغه راز د نیمروز د کمال خان بند د درېیمې برخې د تمویل په اړه هم خبر ورکړ چې په وینا یې پرون په اقتصادي شورا کې د یاد بند د رېیم پېس د جوړولو پرېکړه وشوه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery