دخپریدو نیټه : 2015-12-22 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د کابل بانک ۱۲ نور پوروړي هم حاضر شوي تر څو خپل پورونه پرې کړي
احمد فیصل
د لويې څارنوالۍ وياند اعلان وکړ چې د کابل بانک د ١٤٣ پوروړو له ډلې څخه د حصين فهيم،محمود کرزي، ګلبهار حبيبي او عبدالغفار داوي په ګډون ١٢ تنه حاضر شوي دي، څو خپل پورونه پرې کړي. د لويې څارنوالۍ وياند بصير عزيزي، پرون د خبري غونډې په جريان کې وويل چې يادو کسانو د استحضاري فورم په لاسليک کولو سره ژمنه کړې ده، چې خپل پورونه په قسطونو سره ادا کوي. عزيزي، همداراز په ډاګه کړه چې لويې څارنوالۍ د کابلبانک د ٢٢٧ کوچنيو قرضدارانو د جلب او نيولو امر هم صادر کړى دى. نوموړي وويل، د دې بانک د ٢٢٧ نورو پوروړو نوملړ د کابل بانک مشر شيرخان فرنود له لوري د لويې څارنوالۍ په واک کې ورکړل شوى و، چې د جلب امر يې کورنيو چارو وزارت ته استول شوى دى.