مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-25   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

مودي: له افغانستان سره مرسته مو د سیمه ییز رقابت لپاره نه ده

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
ځیني نه غواړي چې له افغانستن سره ښې اړیکې ولرو، خو زه نن د هند د ستر ملت په استازیتوب ویاړم چې افغانان زموږ پر ژمنو شک نه لري او د خپلو ګټو لوری د خپل قضاوت پر بنسټ ټاکي د هند لومړی وزیر نريندرا مودي وایي چې له افغانستان سره د سیمه ییز رقابت پر اساس نه، بلکې له دغه هېواد سره د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره مرسته کوي. نریندرا مودي دغه څرګندونې پرون د افغانستان د ملي شورا د نوې ودانۍ له پرانیستې وروسته په کابل کې په خپله وینا کې وکړې. هغه دغه راز وویل چې یو شمېر کسان د کابل او نوي ډيلي پر ښو اړیکو نا خوښ دي او هڅه کوي مخه يې ونیسي، خو په وینا یې افغان او هندي ولس د یو بل پر ژمنو شک نه لري. د هند لومړی وزیر وایي چې د ترهګرۍ د ملاتړ مرکزونه باید وتړل شي او دا باید په عمل کې ثابته شي چې د افغانستان راتلونکې د ترهګرو په لاس نه، بلکې د یوې ډيموکراتیکې پروسې پر اساس ټاکل کېږي. نریندرا مودي کابل ته په خپل لومړني سفر کې د ملي شورا نوې ودانۍ د هندوستان حکومت د دیموکراسۍ د یوه بې ساري نښې او ډالۍ په توګه پرانیسته. دغه ودانۍ چې یوولس کاله پخوا د هند د پخواني لومړي وزير اتل بهاري واچپای او حامد کرزي له لوري یې د بنسټ ډبره اېښودل شوې وه، د اړتیا وړ ټولې اسانتیاوې یې په پام کې نیول شوې او د ولسي جرګې او مشرانو جرګو لپاره د ناستو پراخ تالارونه لري. مودي د دې ودانۍ د پرانيستلو پر مهال وویل چې یو شمېر کسان د کابل او نوي ډیلې پر ښو اړیکو ناخوښ دي، خو په وینایې دواړه لوري په خپلو کې رښتینې همکارۍ ته ژمن دي. هغه زیاته کړه: ((په سیمه کې یو شمېر کسان د کابل او نوي ډیلي تر منځ ښې اړیکې او په افغانستان کې زموږ حضور نه غواړي او ان د مخنیوي هڅه یې کوي، خو زه نن د هند د ستر ملت په استازیتوب دلته ولاړ یم او پر دې ویاړم چې افغانان زموږ پر ژمنو شک نه لري او د خپلو ګټو لوری د خپل قضاوت پر بنسټ ټاکي او نن یې دا دی پایلې هم ګوري.)) نریندرا مودي په سیمه کې د ترهګرۍ ملاتړ د هېڅ هېواد په ګټه نه بولي او وایي نه یوازې باید د دې ډلې ملاتړ او رزونه بنده شي، بلکې دغو ډلو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان د راتلونکې په هکله پرېکړه وکړي. د نوموړي په خبره: ((په سیمه کې باید د ترهګرۍ مرکزونه د تل لپاره وتړل شي او له ملاتړ یې لاس واخيستل شي؛ ځکه دغه چاره د هند، افغانستان، پاکستان او ایران له ګډ برخلیک سره تړلې موضوع ده او اړتیا ده چې یاد هېوادونه دلته د یوه دایمي ثبات لپاره یوه خوله شي او ترهګرۍ ته نه ووایي.)) د مودي په وینا چې نوی ډیلي له کابل سره د سیمه ییزو سیاسي رقابتونو پر اساس نه، بلکې د ترهګرۍ د له منځه وړو لپاره رښتینې همکاري کوي. هغه د خپلو خبرو په دوام وویل: ((زموږ نننۍ مرسته په کابل کې د کومې سیاسي سیالۍ لپاره نه ده، موږ د یو بل پر وړاندې د تضاد پر ځای د همغږۍ او همکارۍ تمه لرو. تاوتریخوالی د هېچا په ګټه نه دی اوموږ هیله لرو چې په سیمه کې د بدبینۍ حاکمه فضا پر ټېکا او باور بدله کړو.)) نریندرا مودي وایي، افغان ځواکونه یوازې د خپل هېواد لپاره نه، بلکې د ټولې سیمې لپاره د ترهګرو پر ضد جنګېږي او هند چمتو دی څو په جګړه کې د وژل شوو پوځیانو د کورنۍ غړو ته په هند کې د زده کړو لپاره پنځه سوه تحصیلي بورسونه د افغان حکومت په واک کې ورکړي. بلخوا د افغانستان ولسمشر اشرف غني له افغانستان سره د هند همکارۍ او مرستې رښتینې او باوري وبللې. هغه د یادې ودانۍ د پرانیستو په مراسمو کې وویل چې د هند ملګرتیا د ستاینې وړ ده او دغه هېواد د افغان دولت یو ملګری دی او تل یې ترې ملاتړ کړی دی. غني زیاته کړه: ((د هندوستان دولت یواځې د افغانستان د امنیت په اړه خبرې نه کوي، بلکې په عمل کې یې ثابته کړه چې د دولت شریک دی نه د هغو کړيو ملګری چې د دولت پر ضد دي. کومه برخه چې په دوامداره توګه زموږه اړیکې پراخوي زموږ په بشري برخه کې د هند پانګونې دي.)) د ولسمشر غني په خبره چې هند خپلې ټولې ژمنې په عمل کې ثابتې کړې او افغانان به هم تر تله د هند له ولس او حکومت سره ملګري پاتې شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery