مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-25   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

وسله وال طالبان وايي، چې د داعش پر ضد د دوى او روسانو ترمنځ خبرې حقيقت نه لري

احمد فیصل
د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف دوه ورځې وړاندې رسنيو ته له زياتو جزئياتو ورکولو پرته ويلي و، چې دوى د داعش وسله والې ډلې پر ضد د ګـډې جګړې او مبارزې لپاره له افغان طالبانو سره اړيکې نيولې دي. خو د دې ډلې يوه وياند ذبيح الله مجاهد، رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، د داعش په ضد دوى د هېچا همکارۍ ته اړتيا نه لري او نه يې هم له چا سره په دې اړيه اړيکه نيولې او نه يې خبرې کړې دي. خو دى وايي، دوى د امريکا پر ضد جګړې لپاره د سيمې له ګڼو هېوادونو سره تماسونه نيولي او نيسي يې، چې دا يې خپل حق دى. د هغه په وينا، طالبانو تر ډېره حده د داعش ګواښ له منځه وړى او اوسمهال يواځې د يوه ولايت په يوه څنډه کې پاتې دي، چې دا د تشويش وړ نه دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery