مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ د مرغومې ۶مه

احمد فیصل
نن د مرغومي شپږمه؛ پر افغانستان د شوروي د يرغل ورځ ده د وخت ١٢٠زره پوځيان، چې په ټانکونو، الوتکو او پرمختللو جګړه ييزو وسلو سنبال و، د ١٣٥٨ لمريز کال د مرغومي په شپږمه پر افغانستان بريد وکړ او ببرک کارمل يې د واک په ګدۍ کېناوه. د شوروي يرغل د افغانانو له سخت مقاومت سره مخ شو او په پايله کې د پخواني شوروي ځواکونه له ماتې سره مخ شول او د ١٣٦٦ لمريز کال د سلواغې په ٢٦ مه د افغانستان پرېښودو ته اړ شول. په دغه وخت کې افغانستان په کنډوالو بدل شو، له يونيم ميليون ډېر افغانان په کې شهيدان شول، لسګونه زره نور معلول او ميليونونه نور ګاونډيو او د نړۍ نورو هېوادونو ته کډې کولو ته اړ ايستل شول. د افغانانو مقاومت، يرغل کوونکو ته هم سخت درانه زيانونه واړول. د راپورونو له مخې، په دغه دوره کې له ۱۴۴۵۰ څخه د شوروي ډېر پوځيان ووژل شول، له ۴۹۹۸۰ ډېر ټپيان او ٣٣٠ تنه يې لا تر اوسه لادرکه دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery