مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دنجاست دساتنې شورا

محمود نظری

 

 په روسیه جهاد روا دی په آمریکا ناروا
 دا داسلام په حق کې نه ده سیافه ستا جفا؟
 اصلاً ستا په ضدد مسلمانانو جهاد روا دی
 اسلام لکه لومه کاروي په خپله ختا مدعا
‏***‏
کابل کې جوړه سوه بیا د حراست شورا
 چې هر غل باید ولري دنجاست لنګه غوا
 یو وار یې په داسې شورا وطن کړ دربدر
 هر یوه کاروله په خپله لویه کولمه کې نوشادر
 داخوار وطن یې کړ ټوټه ټوټه او ټوک ټوک
 یوه کورنۍ یې نه پرېښودله بیله کوم دوک
‏***‏
اوله د نجاست شورا لکه د امبارو ګاډۍ وه
 په وطن کې پاته مسلمان ورته رنډۍ وه
 طالبانو دا د نجاست ګاډۍ کړه ویجاړه
 دوی ټوله یې له وطنه وشړل لکه خونجاړه
 بیا امریکا هغه په خپل چچو غاړه راوستله
 دکرزي وخت کې په واک کې دحاله ووتله
 غني دوی ته ورکړ د تقاعدپه غاسل اخیر غسل
 پرڅوکیو یې کښېنول ددوی نااهل اخیر نسل
 دغني په اند دادخباست ګاډۍ یې ماته کړه
 دوی ټوله یې په خپلوکورونوکې پاته کړه
‏***‏
 ‏ داجهادیان آیا لري باور په نهاد د قیامت
 ولي دخدایه نه غواړي د خپل جهاد غرامت
‏ جهادیې دخدای لپاره کاوه که د خوار رعیت ؟
 ولس کله خلاصیږي ددې ګردبادد حق الازحمت ؟!‏
 ‏***‏
 ‏ په بعث بعد الموتو غلبه وکړه نفساني شهوت ‏
بیا یې تر لاسه کړی بل نوی شیطاني قوت
 پرزې یې راټولي کړې بیا دهغه خره ګاډۍ
 هغه چې له اول وار وه په ګلولړلې خچره بګۍ
‏***‏
دهغه ګاډۍ دوې غبرګي ارابې پنچر وې
‏ بوسي تختې یې بې ترتیبه انجړ بنجړوې
 تختې یې ماتي د میخوسرونه یې راوتلي
 د ارابې وېل یې زنګي تناونه یې پرې سوي
 لکه کراچي اړخو یې نه لرلې تختې
 تر تختو تر منځ ډیرې سوي وي چولې
 خریې موشه و خولکۍ يې نه لرله
 د موچانو د شړولو پکۍ یې نه لرله
 د ګاډۍ د خوارخره یوه پښه ګوډه وه
 د خره یوه خوا تړلې د ګاډۍ په ډډه وه
 په هغه کې ډیر وړل سوي وه تازه امبار
 هر وخت هر زمان یو نه سل سل وار
 له لوږې دخره ټوله راوتلې وي پوښتۍ
 په غاړه یې وه د ژیړو زنګولوغاړه کۍ
 دې ګاډۍ اوس ډیر بد بوی کاوه
 کله هوښیاران له هغه سره خوی کاوه
‏*****‏
پرخره باندې سپاره یوچچ ږیره اوکلانترسوه
 ګاډۍ ته پورته دلسولږ سړي ډیر لچر سوه
 باندې ځریدل له هره خوا وطن چوره بې عزته ‏
د زاړه دولت وه لوی وطن پلوره بې غیرته
 له هریخوا باندې راټول وه وړیا ننداره چیان
 ترشا هم په پسې وه خارښتي شا ډنډوره چیان
 دګاډیوان په لاس کې یوه نرۍ لښتکۍ وه ‏
 ‏ سپین یې کالې تړلې یې سپینه پټکۍ وه

‏***‏
په خوی لکه زاړه لیوان ناست سر پر سر وه
 له هغو ځنې څو لکه زاړه غوییان پنچر وه
 دمنځ دوې میخي تختې دګاډۍ وي ماتي
 په هغه ځا ی هم دوه خوړین بوق وه ناستي
 له اصله ګاډۍ نه وه دباروړولو کراچي وه
 دناستو زړو کړاسو لپاره ښه بې ابي وه
 خره چې به کړه د لښتې په زور د تګ زورونه
 د شوملو هر خوا پورته وه دزورد بګ ږغونه
‏ زنګي میخ به چې په کوناټي دکوم سو جګ
 دهغه ږغ به ناببره تر اووم اسمانه سو جګ
 له هغه سره به دا کورس بې سازه سو روان
 اخ ستا مور اوخاندان اخ ستا مور او خاندان
‏***‏
تا چې ویل په ګاډۍ کې د لیوانو انګولا ده
 دعلي آبادروغتون کې د لیونیانوغوغا ده
 ټول عمر خوړلي، خوړین او متقاعدان وه
 د زاړه رژیم لوی خبیثان او مفسیدان وه
 د کوم یوه چې به بند سو تختو کې سامان
 ناببره به یې چیغه کړه اوزګیروی ان په ان
 له هغه سره به دا کورس بې سازه سو روان
 اخ ستا مور اوخاندان اخ ستا مور او خاندان
‏***‏
پښې یې د قبر پر غاړه، لا نه شرمیدله
 دنوي واده تمه یې له چور سوي دولته لرله
 ول یو چچ ږیرې زما اسلام په خطرکې دی
 زموږ د امام ګل مرجان مقام په خطر کې دی
 هغه باید ژر لویه جرګه صدراعظم کړي
 هغه دي په قانون اساسي برابر او سم کړي
‏***‏
یو په دلیل ویل خلاص مو د غلا سوه ډالرونه
 د زورغصب سویو مځکو خلاص سوه کشتونه
 که موږ ته رانه کړئ بیا ډالري تنخاه اوامتیاز
 موږ به ټوله سپينوو ستا سو سترګو ته پیاز
 په موږ کې سته ډیر پاخه اهل کار مسلکیان
 هغوی دي د وطنفروشي ځان نثار دلالان
 قانوني دمعارف د کتابو دغلا لوی ماهر دی
 اسمعیل دلته دایران دګټو لوی شاطر دی
 سیاف دمځکې دغاصبانو فرقه مشر دی
 ابراهیمي د کندوز د اربکیوقبضه مشردی
 بسم الله د ټولو غلو سر دی له شا ګرولئ
 داودزی کڅوڼو سره ایران ته بیا تلئ راغلئ
 نور مو د کرزي لړمون خوړین واکمنان دي
 دفاسد دولت لومړی لمبر ګټلي بدلمنان دي
 ډیر یې دغصب او اختلا س دي لوی ماهران
 څومو دبډو او تالان بر لاس دی لوی استاذان
 دوی ټوله ډیره مینه لري د شنو ډالروسره
 د واک غصب اختلاص دسپینو او زرو سره
 بیله واکه زموږ خوار نس په خطر کې دی
 زموږ خوار ارواو نورټس په خطر کې دی
‏***‏
یو ول غني زموږ د امبارو ګاډۍ چالانه کړه
 په هر ښار او کوڅه کې یې بیا سمه روانه کړه
 موږ بیا جوړوو خوشبو بویونه هر کوڅه کې
 بیا اغزې کړو په هر ه دولتي باغچه کې
 په ټاکنو کې موږ دګل مرجان سېله ګر وو
 په ټولو غرتو پرتو کې دهغه بازیګر وو
 هغه مو ورساوه په یو لاسلیک اجراییه مقام ته
 هغه تکړه ټولي څوکې ورکړې خپل ګوند اوکام ته
‏ اوس وایي که مو زه صدراعظم قانوني کړم
 هغه وخت به ټوله تاسي خاینان دولتي کړم
‏***‏
غني یا موږ ټوله مقرر یا جوړه لویه جرګه کړه
 یا قبوله تر څلورکلنو زموږ ونګه ونګه کړه
 موږ ته خیر که یوه وړه څوکۍ هم وي راکړه
 ډبل عبداله خپه کړو، خیر ته مو پخلا کړه
 دلته دامریکا او اروپا غلام په خطر کې دی
 دلته د ایران اوپاکستان اسلام په خطر کې دی
‏***‏
 ‏«نظری» دا زاړه غواییان کنجاره په خوب ویني
 ځانونه بیاد رمې شپانه په لاس کې چوب ویني
 اول واري دا توره بلا ورکه کړه طالبانو
 دا وار يې د ورکیدو کار دی د روشنفکرانو
 ددوی حقایق باید بې سوادو ته رسوا سي
 دجهاد له نومه ګټه اخیستل یې اشواسي
‏***‏
نور دی دماجد په کونج کې کښېني توبه وکړي
 بنده خو یې کولای نسي الله دی پوښتنه وکړي
 داعش طالبان شورا وایی اسلام په خطر کې دی ‏
 ‏ رښتیا وایایي ددوی دلاسه اسلام په خطر کې دی ‏
خونجاړه( مردار شی )، کړاسو( زوړ)، بوق ( زوړ)، شومله ( له کاره وتلی)،خچره( بیکاره ‏مال )،بګ( بیکاره )‏

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery