دخپریدو نیټه : 2015-12-27 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
ولي تیمور
شو مازیګر د یار دیدن ته خـامخـا ورزمـه
شـومه ملنګ ګـرېوان شلیدلی په ژړا ورزمه
د ژوندانه هره شیبه می لیونتوب کې تېر شو
په لیـونتوب کې لیونۍ او پـه نسـا ورزمـه
کشتی د مینی می د غم سیلاب کی ګیر پاتې دی
که لاس یې راکـړي لږ کرم وکـړي پرما ورزمه
یمـه غـریب ځکـه اشنا لما تـوبـې کـوي تـل
هغه چې هر څومره بېزار دی زه به بیا ورزمه
د یار کوڅې او د هغې د دروازې نـه زار شـم
تیموره راشـه نن رقیب نـه پټ پنــا ورزمـه