دخپریدو نیټه : 2015-12-27 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د افغانستان ۲۹۸ قلمه سوداګریز توکي د سوداګرۍ نړیوال سازمان له اصولو معاف دي
احمد فیصل
سرچینه : د همیانۍ ورځپاڼه
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي چې د کورني صنعت د ودې او ملاتړ لپاره د ۲۹۸ قلمه سوداګریزو توکو په اړه یې د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته تعهد نه دی ورکړی.
دغه خبره د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال مزمل شینواري پرون د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وکړه.
شینواري چې د سوداګرۍ له نړیوال سازمان سره د افغانستان د یو ځای کېدو په اړه یې د مشرانو جرګې غړو ته معلومات ورکول، وویل چې له یاد سازمان سره د افغانستان غړیتوب به د هېواد د صنعت د ودې او ملاتړ لپاره د حکومت د اقتصادي تګلارو خنډ نه شي.
شینواري «په ډبلیو ټي او» سازمان کې د افغانستان د غړیتوب په اړه د معلوماتو وړاندې کولو په لړ کې وویل چې افغانستان تر اوږدو مذاکراتو وروسته د یوولسو کلونو په موده کې وکولی شول چې د یاد سازمان غړیتوب خپل کړي.
هغه وویل، افغانستان په لومړي ځل په ۲۰۰۴ کال کې د دې سازمان څارونکی غړی شو او تر ۲۰۰۹ کال پورې یې دغړیتوب په برخه کې هېڅ پرمختګ نه درلود.
ده زیاته کړه، وروسته له هغې چې افغانستان له ډبلیو ټي او سره د نړیوال سوداګریز رژیم په اړه هوکړه لیک لاسلیک کړ، په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان او یاد سازمان ترمنځ لومړۍ غونډه ترسره شوه.
د هغه په وینا، د سوداګرۍ نړیوال سازمان سره په پنځو ترسره شوو عمومي غونډو کې د سازمان غړو هېوادونو له افغانستان څخه ۱۰۰۰ پوښتنې وکړې، چې ځواب شوې.
شینواري وویل چې دغه خبرې اترې د نړیوالو او کورنیو قوانینو په رڼا کې ترسره شوې دي او له منل شویو اصولو او قوانینو هاخوا هېڅ بحث نه دی شوی.
د سوداګرۍ وزارت مرستیال د هغو اندېښنو په ځواب کې چې ګنې د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب به د هېواد کورنی صنعت له پښو ورغوځوي، وویل چې افغانستان د یو شمېر کرنیزو او غیر کرنیزو توکو د تعرفې په برخه کې د یاد سازمان د اصولو په وړاندې تعهد نه لري.
مزمل شینواري وویل، افغانستان کولی شي چې د ۲۹۸ قلمه کورنیو محصولاتو د ملاتړ لپاره په ورته واردېدونکو مشابه توکو تعرفه لوړه کړي.
د هغه د معلوماتو له مخې افغانستان ټولټال ۷۰۰۰ قلمه وارداتي توکي لري چې له دې ډلې ۱۰۰۰ قلمه داسې دي چې افغانستان یې په داخل کې تولیدولی شي.
نوموړي زیاته کړه، افغانستان کولی شي چې پر زر قلمه توکو تر ۴۰ سلنې تعرفه وضعه کړي، په داسې حال کې چې اوسنۍ تعرفه له ۵۰ تر ۱۰ سلنې ده.
دغه راز هغه وویل چې په ۷۲۶ قلمه کرنیزو توکو هم له ۵۰ تر ۸۰ سلنې پورې تعرفه په پام کې نیول شوې ده چې له مخې به یې افغانستان د خپلو ۷۲۶ قلمه کرنیزو توکو د ملاتړ لپاره پر بهرنیو ورته توکو تعرفه له پنځوسو تر اتیا سلنې پورې لوړوي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال مزمل شینواري پر دې سربېره، درې نور هغه موارد هم په ګوته کړل چې په وینا یې د کورني صنعت د ملاتړ لپاره مهم دي.
هغه وویل:« که یو هېواد، افغانستان ته دومره صادرات کوي چې کورنیو تولیداتو ته زیان رسوي، افغانستان کولی شي چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان له اصولو سره سم د دې کار مخه ونیسي. دغه راز که یو هېواد د خپلو تولیداتو د ملاتړ لپاره سبسایډي وضع کوي او د افغانستان په پښو درېدونکی صنعت زیانمنوي، نو افغانستان کولی شي چې د سبسایډي معادل تعرفه وضع کړي.»
نوموړي د درېیم مورد په اړه چې د ډمپنګ سیاست دی او یو هېواد خپل تولیدات له تمام شوي قېمت څخه په ټیټه بیه بازار ته وړاندې کوي، وویل چې افغانستان د دې کار د مخنیوي لپاره د «ډمپېنګ ضد اقداماتو» څخه استفاده کولی شي.