دخپریدو نیټه : 2015-12-28 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
په زابل کي د پوهني په برخه کي شته ستونزو خلک اړ کړل چي ږغ پورته کړي او د علمي مرکزونو د ستونزو د حل دپاره يې حرکت پيل کړ .
نسیم کندهاری
ديني عالمانو د زابل د پوهني د کيفيت لوړولو غوښتنه وکړه .
په زابل کي لا دا مهال د (۲۴۰ ) ښوونځيو له ډلې ( ۱۴۰ ) تړلي او پنځه ولسوالۍ خو هيڅ فعال ښوونځي نه لري .
په دې اړه نن د دې ولايت سلګونو ديني عالمانو غونډه وکړه ، د زابل چارواکو دا ګام ستايلی دی .
زابل چي د جنوب لوديځي حوزې د وروسته پاته ولايتونو څخه دی دا مهال د پوهني په برخه کي له زياتو ننګونو سره مخ دی .
د دې ولايت پنځه ولسوالۍ بيخي ښوونځي نه لري او په پاتي نورو ولسواليو کي يې هم تر سل بابه ډير ښوونځي تړلي دي .
د زابل اوسيدونکي وايې چې دا حالت يو ناورين دی او بايد د مخنيوي دپاره يې ولسونه ږغ پورته کړي .
د زابل سلګونو ديني عالمانو نن يوه پراخه غونډه وکړه او په ټول ولايت کي يې د پوهني د بهير د پراختيا غوښتنه وکړه.
د زابل د تړلو ښوونځيو تر ټولو لوی لامل ناامني او د خلکو نه همکاري ده ، د زابل والي او د پوهني رييس وايې چې که ولسونه او ديني عالمان رښتيني حرکتونه وکړي او په دې برخه کي خپل هوډ قوي وساتي کيدای سي چي د پوهني کچه لوړه او د معارف ستونزي حل سي .
هغوی په دې برخه کي د ديني عالمانو رول قوي بولي .
په زابل کي يوازي سل ښوونځي فعال دي ، چي اتيا ښوونځي يې ودانۍ نه لري .