دخپریدو نیټه : 2015-12-28 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ظاهر قدیر: خپلو کسانو ته مې امر کړی چې ناپېژاندې چورلکې را وغورځوي
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال وايي، خپلو کسانو ته يې امر کړی چې ننګرهار ولایت کې ناپېژاندې چورلکې را وغورځوي.
حاجي ظاهر قدیر چې د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې يې خبرې کولې یو ځل بیا يې په دولت کې یو شمېر کړۍ د ' اسلامي دولت یا داعش' ډلې سره په همکارۍ تورنې کړې.
مخکې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزي ویلي وو، حکومت د چورلکو په وسیلې د اورپکو لېږلو په اړه څېړنه کوي.
تر اوسه افغان حکومت د ظاهر قدیر د څرګندونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.
ظاهر قدیر وايي، هر کله چې په ننګرهار ولایت کي د طالبانو او 'اسلامي دولت' ډلې تر منځ جکړه وي، جنګي الوتکې پر طالبانو بمباري کوي، خو وايي پر 'اسلامي دولت' ډلې بمباري نه کوي.
نوموړي د ننګرهار ولایت د پاسه د ناپېژاندو چورلکو د الوتنو په هکله هم شکایت وکړ. د جرګې د لومړي مرستیال په وینا چې دې ډلې ته په مرموز ډول د هوا له لارې وسلې رسول کېږي او په روانو عملیاتو کې یوازې طالب وسله وال په نښه کېږي، خو داعش ډلې ته څه نه ویل کېږي.
ښاغلي قدیر دغه راز وویل چې په ننګرهار ولایت کې له داعش سره نوي سلنه یو ځای شوي کسان د حکومت رسمي جواز لري.
نوموړی زیاته کړه چې د دغه ولایت د امنیتي ادارو تر منځ په تبادله شوو معلوماتو کې دغه ټکي ته اشاره شوې او ادعا کوي چې د داعش غړي له وسلو پرته جلال اباد ښار ته راوستل کېږي. ښاغلي قدیر د جرګې په پرونۍ عمومي غونډه کې د هغو اسنادو یوه برخه افشا کړه چې د ننګرهار ولایت د امنیتي ادارو تر منځ د داعش ډلې د حضور او فعالیتونو په تړاو تبادله شوي دي.
د قدیر په خبره چې له دې ډلې سره نوي سلنه یو ځای شوي وسله وال هغه کسان دي چې له وړاندې د حکومت له لوري رسمي جواز ورکړل شوی دی.
هغه وايي: ((د منګل باغ اړوند د تحریک لشکر اسلام چې پخوا د افغانستان د دولت له خوا ورته د جواز ځانګړي کارتونه توزېع شوي وو؛ په دې وروستیو کې نږدې نوي په سلو کې د نازیانو او اچین په ولسوالیو کې د داعش په تروریستي لیکو کې تنظیم شوي. څو تنه یې چې د اچین ولسوالۍ اړوند د عدلخېلو په سیمه کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي؛ په جېبونو کې یې داسې کارتونه موجود وو چې د افغانستان د دولت له خوا ورته توزيع شوي وو."))
د ننګرهار استازي وایي، د دغه ولایت له نا امنو سیمو څخه د داعش وسله وال له وسلو پرته جلال اباد ښار ته راوستل کېږي او امکانات په واک کې ورکول کېږي.
د ولسي جرګې غړي د دې ډلې پر وړاندې د حکومت چوپتیا د پوښتنې وړ بولي او وایي ولسمشر هغه ژمنه هېره کړې چې ویلي وو د افراطي ډلو پر وړاندې به له قهریي قوې استفاده کوي. د ولسي جرګې لومړي مرستیال له دې وړاندې هم په ننګرهار ولایت کې د داعش او یو شمېر حکومتي چارواکو تر منځ د پټې معاملې خبره کړې وه. حکومت هغه مهال دا تورونه رد کړل او د دغو ادعاوو سپیناوي ته یې یو پلاوی وټاکه چې دې پلاوي تر اوسه د خپلو څېړنو نتیجه له ولس سره نه ده شریکه کړې او اوس ویل کیږي چې دا پلاوی په جرګه بدل شوی دی.
تر دې وړاندې هم د ننګرهار بل استازي حضرت علي او د بهسودو ولسوالۍ خلکو ادعا کړې وه چې بهرنیو الوتکو د داعش جنګیالي ښکته کړې دي.
پر بهرنیو ځواکونو او حکومت ورځ تر بلې له داعش د ملاتړ تورونه زیاتېږي، خو نه حکومت او نه هم بهرنیان داسې ګام اخلي چې دا ادعا بې اساسه ثابته کړي.