دخپریدو نیټه : 2015-12-28 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د حمص په ښار کې درنې چاودنې شوې دي
احمد فیصل
زورورو چادونو د حمص ښار ولړزاوه د حمص ښار د الزهرا د سیمې دغه چاودنې په روانه میلادي میاشت کې د دواړو غاړو ترمنځ له شوې هوکړې وروسته، دویمې لوی چاودنې دي چې د سورېې په یوه مهم ښار کې رامنځته کیږي. له بلې خوا، د هغې معاملې پر بنسټ چې د سپټمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو په منځکړتوب وشوه، له دریو ښارونو څخه د جنګیالیو د ویستلو او تخلیې بهیر پیل شویدی. د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې چې دفتر ېې په برېټانیا کې ده ویلي ۱۰۰ تنه جنګیالي لبنان ته نږدي د جګړه مارو له یوې اډې څخه لبناني پلازمینې بیروت ته انتقال شوي او په پام کې ده چې ترکيې ته تر رسیدو وروسته په سورېې کې د جنګیالیو تر ولکې لاندې سېمو ته ولیږدول شي.