دخپریدو نیټه : 2015-12-29 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
شپږ دېرش شرکتونه په هېواد کې ۱،۲ میلیارده افغانۍ پانګونه کوي
احمد فیصل
سرچینه : د همیانۍ ورځپاڼه
له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې «ایسا» د پنځو ولایتونو په صنعتي پارکونو کې ۳۶ هغو تولیدي شرکتونو ته ځمکې ووېشلې چې د ۱،۲ میلیارده افغانیو په ارزښت پانګونه کوي.
دغه ځمکې چې تېره اونۍ د پانګونې د عالي کمېسیون له خوا منظور شوې وې، د ملکیت سندونه یې پرون په رسمي توګه د هغو مالیکنو ته ورکړل شول.
د ایسا ادارې مشر محمد قربان حقجو پرون په دې اړه یوې خبري غونډې ته وویل چې دغه ځمکې د هېواد د پنځو ولایتونو په صنعتي پارکونو کې پانګوالو ته ورکړل شوې دي.
حقجو د دولت له خوا د خصوصي سکتور پر پرېکنده ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې نړیوالو او سیمه ییزو بازارونو ته نه لاسرسی، د ستراتېژۍ او حمایوي قوانینو نشتوالی د دې لامل شول چې د افغانستان تولیدي سکتور په تېرو څوارلسو کلونو کې د پام وړ وده ونه کړي.
نوموړي د انرژۍ، ځمکې او امنیت نشتوالی نورې هغه ستونزې وبللې چې د افغانستان تولیدي سکتور یې له ننګونو سره مخ کړی دی.
حقجو وویل چې اوس مهال د ۱۶۰۰ نمرو په ظرفیت په هېواد کې فعال او نیمه فعال ۱۰ صنعتي پارکونه شتون لري.
هغه زیاته کړه، ایسا په پام کې لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د دغو پارکونو شمېر ۲۷ ته لوړ کړي.
د ایسا ادارې مشر وویل چې یو شمېر پانګوال په صنعتي پارکونو کې د ځمکو ترلاسه کولو ته منتظر وو او د پانګونې عالي کمېسیون په خپله وروستۍ غونډه کې هغوی ته د ځمکو ورکول منظور کړي دي.
حقجو وویل دغه ځمکې به د هرات، غزني، بلخ، کندهار او ننګرهار ولایتونو په صنعتي پارکونو کې ۳۶ پانګوالو ته ووېشل شي.
د هغه د معلوماتو له مخې دغه شپر دېرش تولیدي شرکتونه په لومړي سر کې ۱،۲ میلیارده افغانۍ او د تولید په مرحله به یې د ثابتې پانګونې کچه ۱،۷ میلیاردو افغانیو ته ورسېږي.
یاد شرکتونه به د غذايي توکو، د غالیو پروسس، ودانیزو توکو، د اوسپنې ویلو کولو او پلاستیک د تولید په برخو کې فعالیت کوي.
د حقجو په وینا په دې پانګونې سره به ۱۱۸۰ کسانو ته په مستقیم او ۵۰۰۰ کسانو ته به په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
د ایسا ادارې مشر د تولیدي سکتور د ودې په برخه کې د صنعتي پارکونو جوړول اړین وبلل او زیاته یې کړه چې دولت تر اوسه دغې برخې هېڅ پاملرنه نه ده کړې او نه هم ورته بودجه ځانګړې شوې ده.
هغه یادونه وکړه چې د وزیرانو شورا کې د صنعتکارانو د ستونزو او هغوی ته د اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې شوې دي او ایسا هم دا موضوع د پانګونې په ملي ستراتېژۍ کې ځای کړې ده.
قربان حقجو په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه وویل چې د اټکل له مخې سږ کال به د افغانستان اقتصادي وده له ۱،۵ سلنې څخه تر ۲ سلنې پورې وي.
حقجو د پانګونې د ملي ستراتېژۍ د بشپړېدو په اړه هم خبر ورکړ چې په وینا یې د تصویب به ډېر ژر د پانګونې عالي کمېسیون ته وړاندې شي.