مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

شنونکي: نړیوال ځواکونه بايد مخالفینو ته د ناپېژانده چورلکو د ناستو په اړه وضاحت ورکړي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د چارو یو شمېر شنونکي وايي، په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه باید د هغه څه په اړه ځواب ووايي چې نامعلومې چورلکې داعش یا طالبانو ته وسلې رسوي او یا هم د طالبانو او داعش د جګړې پر مهال یوازې طالبان په نښه کوي. خو له دومره نیوکو او اندېښنو سره سره بیا هم نړیوالو ځواکونو تر اوسه د دې ډول الوتنو او یا بمباریو په اړه هېڅ هم نه دي ویلي. د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر وړمه ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د ننګرهار په یو شمېر سیمو کې نامعلومې چورلکې د داعش تر ولکې لاندې سیمو کې ناستې کوي او خپلو وسله والو ته یې امر کړی چې دغه چورلکې په نښه کړي. قدیر دغه راز وویل چې د بهرنیانو الوتکې د داعش او طالبانو د جګړې پر مهال یوازې طالبان په نښه کوي او په دې ډول د داعش ملاتړ کوي. سرنوشت ورځپاڼې پوره درې میاشتې وړاندې د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د خلکو له قوله داسې راپور خپور کړی و چې د بهرنیانو جېټ او بې پیلوټه الوتکې هغه طالب قوماندانان په نښه کوي چې د داعش پر ضد وي. هڅه مو وکړه د نامعلومو چورلکو د ناستو او په دې اړه په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو نظر هم ولرو خو له بیا بیا هڅو سره هم بریالي نه شوو. سیاسي کارپوه اکبرجان پولاد وايي، نړیوال ځواکونه مسوول دي، د هغه څه په اړه ځواب ووايي چې د دوی په اړه یې ادعا کېږي. نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، تر اوسه د نامعلومو چورلکو د سفرونو او د داعش د ملاتړ په اړه نړیوالو ځواکونو حتی د رد ځواب هم نه دی ویلی. پولاد وايي، په افغانستان مېشت نړیوال ځواکونه باید د افغانستان او امریکا او افغانستان- ناټو تر منځ د شوو امنیتي تړونونو له مخې عمل وکړي، هغه څه چې تر اوسه یې پرې عمل نه دی کړی. دی زیاتوي، د نامعلومو هلیکوپټرو پروازونه او یوازې د طالبانو په نښه کول د افغان حکومت شته مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راولي. د نوموړي په خبره چې د افغانستان ملي شورا او حکومت هم مسوول دي چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د نامعلومو چورلکو د پروازونو په اړه ولس ته ځواب ووايي. د مدني ټولنو د همغږۍ جرګې غړی محموده تقوا هم وايي چې په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه او امریکا د داعش تولیدوونکي دي؛ نو ځکه یې په پټه او ښکاره مرسته کوي. تقوا سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، د ولسي جرګې غړي او خلک هره ورځ مخالفینو او داعشیانو ته له هلیکوپټرو د وسلو د ښکته کېدو چیغې وهي؛ خو تر اوسه یې هېچا غږ نه دی اورېدلی او نه یې هم چا څېړنه کړې ده. د نوموړې په خبره، که څه هم د افغانستان هوايي حریم په تش نامه افغان ځواکونو ته سپارل شوی خو بهرنیان لا هم د افغانستان پر فضا حاکم دي او هغوی هره لویه او کوچنۍ الوتنه تشخيصولی شي. د ولسي جرګې غړې ارین یون بیا وايي چې افغانستان ورځ تر بلې د زبر ځواکونو د جګړې پر ډګر د بدلېدو په حال کې دی. نوموړې سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، له داعش څخه د امریکا ملاتړ او بیا له طالبانو سره د روسیې اړیکې ښيي چې په افغانستان کې روانه لوبه نوي پړاو ته داخله شوې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery