مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

مشرانو جرګه: پاکستان د افغان سولې په پروګرام کې ريښتینی نه دی

احمد فیصل
د مشرانو جرګې يو شمېر غړي په دې باور دي، چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروګرام کې ريښتونى نه دى او په دغه برخه کې د دغه هېواد ريښتونې همکارۍ لپاره هيلې، د وخت له ضايع کولو پرته بله معنا نه لري. د افغان دولت او طالبانو استازو، د روان کال په چنګاښ مياشت کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ناسته درلوده او ټاکل شوې وه چې دا ډول ناستې دوام پيدا کړي، خو د ملا عمر د مړينې په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته دغه لړۍ يو ځل بيا ودرېده. خو د پاکستان لوى درستيز راحيل شريف، د مرغومي مياشتې په شپږمه نېټه کابل ته راغى او په دغه يوه ورځني سفر کې، د سولې لړۍ د بيا پيل څرنګوالي په اړه يې د افغان حکومت له چارواکو سره خبرې اترې وکړې. افغان چارواکو ويلي چې دغه ليدنې له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرو اترو د پيل د څرنګوالي او د کابل-اسلام اباد تر منځ د باور جوړونې او د دواړو هېوادونو پر ګډو موضوعاتو متمرکزې وې.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery