مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-30   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

سرتاج عزیز: د سولې د خبرو غونډه به په اسلام اباد کې وشي، نه په کابل کې

احمد فیصل
پاکستاني چارواکي وویل، له طالبانو سره د سولې د عملي خبرو د پيلیدو لپاره به په جنوري کې په اسلام اباد کې غونډه جوړه شي.تر دې مخکې د افغانستان د اجرایي ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل ویلي و چې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازي به له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلیدو لپاره په کابل کې راغونډ شي: رویټرز اژانس څرګندوي چې له طالبانو سره تر ۱۴ کاله د اوږدې جګړې د پای ته رسیدو لپاره د سولې د خبرو ځای لا هم نه دی معلوم شوی او په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم جګپوړي سلاکار تیره ورځ په اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې د جنوري له لسمې تر پنځلسمې به دا غونډه په اسلام اباد کې وشي، نه په کابل کې.سرتاج عزیز وايي چې په دې غونډه کې به د امریکا، چین، پاکستان او افغانستان استازي برخه واخلي او د دې ناستې پریکړه روانه میاشت د اسیا زړه په کنفرانس کې هغه وخت وشوه چې صدراعظم نوازشریف د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په اسلام اباد کې خبرې وکړې.د دې خبرې علت تر اوسه نه دی معلوم چې ولې د دې غونډې ځای چې تر دوو اونیو لنډو وخت ورته پاتې دی، نه دی څرګند شوی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery