والي وايې چې د عوايد د زياتولو تر ټولو لوی لامل يې د فساد پر ضد مبارزه او د چارواکو د شخصي جيبونو څخه د پيسو راګرځول دي .
د کندهار والي خبر ورکوي ، چي په ولايتي اداره کي يې تر ټاکلي هدف زيات دولتي عوايد تر لاسه کړي دي .
افغان دولت کوښښ کوي چي په دولتي ادارو کي عوايد زيات او دولت په خپله خود کفا سي ، د مرکز او نورو ولايتونو په شان په کندهار کي هم دولتي عوايد زيات سوي دي .
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي نن پنجشنبه يوې خبري ناستي ته وويل چي د تير مالي کال د عوايدو هدف يې دوه اعشاريه اووه مليارډه افغانۍ وو خو عايداتي ادارو تر څلور مليارډه ډيري پيسي تر لاسه کړي دي او د محاسبې له مخي تر ټاکلي هدف يو مليارډ ، نهه سوه او شپيته ميليونه افغانۍ زياتي دي .
والي وايې چې د عوايد د زياتولو تر ټولو لوی لامل يې د فساد پر ضد مبارزه او د چارواکو د شخصي جيبونو څخه د پيسو راګرځول دي .
والي وايې چې يو شمير دولتي مامورين يې هم د فساد په تور زنداني کړي دي ، يو شمير يې له دندو ليري کړي او د پخواني ښاروال قاضي محمد عمر عمر د فساد دوسيه هم تر څيړني لاندي ده .
نوموړي په دې وروستيو کي د خلکو ويښتيا او د رسنيو همکاري وستايل او د عوايدو د زياتوالي په برخه کي يې د عايداتي ادارو د فعاليتونو څخه هم خوښي وښودل .
په دې ګډه خبري ناسته کي د ګمريس ، ترانسپورټ او مستوفيت ريسانو او کندهار ښاروال هم د خپلو وروستيو پرمختګونو په اړه خبريالانو ته معلومات ورکړل .