دخپریدو نیټه : 2016-01-02 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په شپږو میاشتو کې ۷۳۹ کرنیز کوپراتیفونه تړل شوي
احمد فیصل
سرچینه : د همیانۍ ورځپاڼه
رسمي شمېرې ښيي چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۷۳۹ کرنیز کوپراتیفونه منحل شوي دي او په پانګه کې یې هم ۱۵ سلنه کموالی راغلی دی.
کوپراتیف هغه ټولنیز انجمن ته وايي چې د ګډو اقتصادي فعالیتونو لپاره رامنځته کېږي.
په افغانستان کرنیز کوپراتیفونه په لومړي ځل په ۱۳۳۳ کال کې جوړ شول او وروسته د شهید سردار محمد داوود خان د جمهوریت پر مهال کوپراتیفونو ته پراختیا ورکړل شوه.
په لومړیو کې په افغانستان کې ټولټال ۱۳۳ کرنیز کوپراتیفونه وو چې د مالدارۍ د متشبثینو له خوا جوړ شوي وو.
د احصایې مرکزي ادارې په ۱۳۹۳ کال کې په افغانستان کې د ټولو کوپراتیفونو شمېر ۲۰۷۲ ښودلی دی.
د دې ادارې معلومات ښيي چې سږ کال د یادو ۲۰۷۲ کوپراتیفونو له ډلې ۲۳۹ یې منحل شوي دي، چې د ټولو کوپراتیفونو ۲۶ سلنه جوړوي.
همدا راز د سږکال په نیمايي کې د کرنیزو کوپراتیفونو پانګه چې شاوخوا ۱۸۱ میلیونه افغانۍ ښودل شوې ده، ۱۵ سلنه کموالی راغلی دی.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو کوپراتیفونو رییس هم وايي چې سږ کال یو زیات شمېر کوپراتیفونه منحل شوي دي.
د کرنیزو کوپراتیفونو رییس عبدالرازق مجددي د یادو کوپراتیفونو د له منځه تلو لامل مالي او یو شمېر نورې ستونزې وبللې.
نوموړي همیانۍ ورځپاڼې ته وویل چې تېر کال یو شمېر کوپراتیفونو د کافي پانګې د نه لرلو، د بزنس پلان د نه چمتو کولو او د مالیې په برخه کې د بیلانس د نه وړاندې کولو له امله وتړل شول.
مجددي وویل چې وروسته د کرنې، مالیې او عدلیې وزارتونو له خوا په ګډه دغه ستونزه حل شوه او د کوپراتیفونو لپاره نوي مقررات وضع شول.
د هغه په وینا د نویو مقرراتو له مخې کوپراتیفونه باید خپل بزنس پلان او پانګه ولري.
دی وايي د نوې پرېکړې له مخې هغو کوپراتیفونو چې دغه پوره نه شوای کړی، له فعالیت څخه یې لاس واخیست.
د کرنیزو کوپراتیفونو رییس وویل چې د کوپراتیفونو د قانون پر اساس کوپراتیفونه کولی شي چې په داوطلب ډول انصراف وکړي او څوک یې د انحلال پر وړاندې خنډ نه شي کېدای.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې یو شمېر کوپراتیفونه د مالیاتو له امله منحل شوي دي.
د هغه په وینا، کرنیز کوپراتیفونه د قانون له مخې باید دولت ته مالیه ورکړي، خو یو شمېر داسې کوپراتیفونه وو، چې د مالیاتو د ورکولو توان یې نه درلود.
عبدلرازق مجددي وايي چې سږ کال د کرنې له وزارت سره نوي ۵۳ کوپراتیفونه ثبت او راجستر شوي دي.
خو د کوپراتیفونو عمومي رییس وايي، هغو کوپراتیفونو چې مالیې د ورکولو او بزنس پلان د چمتولو توان نه درلود، هغوی ته یې سپارښتنه کړې چې د کروندګرو ګروپونه جوړ کړي.
نوموړي وویل چې دغه ګروپونه د وخت په تېرېدو سره پر کرنیزو کوپراتیفونو بدلېږي او د منحل شوو کوپراتیفونو لپاره یو ښه بدیل کېدای شي.