مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-02   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ظاهر قدیر: له داعشه د امریکا د ملاتړ په اړه کره اسناد لرم

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د ولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر وایي چې له داعش ډلې د امریکایي چارواکو د ملاتړ کره اسناد په واک کې لري. هغه پرون د ولسي جرګې په غونډه کې وویل چې د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر رحمان ملک اقرار کړی چې د داعش بنسټ په ۲۰۰۵ م کال کې د پاکستان په ګوجرانو واله کې اېښودل شوی دی. ظاهر قدیر دغه ځل د هغو استخباراتي معلوماتو په تړاو یو لړ اسناد وړاندې کړل چې د امریکایي لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د داعش وسله والې ډلې د فعالیتونو په هکله تبادله شوي دي. ظاهر قدیر وایي، د دغو اسنادو له مخې بهرنیان له داعش ډلې ښکاره ملاتړ کوي او دې جګړې ته په لوی لاس لمن وهي. د هغه په وینا چې د پآکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر رحمان ملک اقرار کړی چې د داعش بنسټ په ۲۰۰۵ کال کې په ګوجرانو واله کې ایښودل شوی. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت نوي خپاره شوي اسناد ښیي چې داعش د پآکستان لپاره حافظ سعید او د اسلام اباد لپاره عامر منصور خپل قوماندانان ټاکلي او خپل ډېری جنګیالي د ۳۰ او ۵۰ زره کلدارو معاش په بدل کې افغانستان ته را استوي. قدیر په ټولنیزو رسنیو کې د ده په تړاو خپرو شوو څرګندونو ته په اشارې سره وایي، د قانون له مخې هر راز ځواب ویلو ته چمتو دی، خو د فشار له لارې چا ته نه تسلیمېږي. هغه وايي: ((په فیسبوک او نورو شبکو کې زما په اړه بېلابېلې اوازې دي، چې تبعید کېږي، څارنوالۍ یا محکمې ته معرفي کېږي، ظاهر قدیر څه د بوټي له بېخه نه دی چې په اړه دې څوک اقدام وکړي، که څوک خبرې راسره لري د قانون له مخې دې راسره وکړي، نه د زور له لارې.)) بلخوا د ولسي جرګې غړي پر افغان حکومت غږ کوي چې د سولې خبرو تر پیلېدو وړاندې یوه روښانه کړنلاره رامنځته کړي او د هغې پر اساس دغه پروسه پر مخ بوځي. د ولسي جرګې یاد غړي د سولې خبرو د بیا پیل په تړاو د پاکستان پر دریځ شک څرګندوي، خو پر حکومت غږ کوي چې د دې پروسې د بیا پیل لپاره د یوې روښانه تګلارې پر اساس پر مخ ولاړ شي. ظاهر قدیر پّ داسې مهال له داعش ډلې د امریکایي چارواکو د ملاتړ په تړاو دغه څرګندونې کوي چې له دې وړاندې یې د افغان حکومت یو شمېر مهم چارواکي هم له دې ډلې سره په نږدې همکارۍ تورن کړي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery