مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-02   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال مړ شوی

احمد فیصل
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنيو چارو وزارت مرستيال او پاکستان کې د افغانستان سفير چې اوس د طالبانو د فرهنګي کمېسيون مرستيال و، په طبيعي مرګ مړ شوی دی. پرون يوې باخبرې سرچينې افغان اسلامي اژانس ته ويلي چې د طالبانو د فرهنګي کمېسيون مرستيال سيد محمد حقاني د ورپېښې ناروغۍ له کبله پرون له غرمې مخکې ساه ورکړې. دې سرچينې نور معلومات ورنه کړل، او نه يې روښانه کړه چې هغه چرته وفات شوی دی؛ خو يوې بلې سرچينې افغان اسلامي اژانس ته ويلي چې سيد محمد حقاني مړ شوی دی، او زياته يې کړه نوموړی د طالبانو د مشرتابه لخوا د يو پلاوی برخه او په خپل کار بوخت و، چې دوه ورځې مخکې ناڅاپي ناروغه شو، سختې تبې نيولی او په روغتون کې داخل شوی و. دې سرچينې ويلي:« د طالبانو مشرتابه د فرهنګي کمېسيون مشر ملا امير خان متقي، د هغه مرستيال سيد محمد حقاني، د رهبرۍ شوری غړي او د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د دفتر رئيس عبد اللطيف منصور، او د رهبرۍ شوری يو بل غړی مولوي عبد الکبير ته دنده سپارلې وه چې د طالبانو د اسلامي امارت اړوند ټولو کميسيونونو د چارو د څېړلو لپاره ګومارلی و، چې دوی په خپل کار بوخت و او سيد محمد حقاني د ناروغۍ له کبله دغه کار يو څه ځنډيدلی هم و.» سيد محمد حقاني د طالبانو په ليکو کې يو لوړ پوړی طالب چارواکی و، هغه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت د مرستيال په توګه هم دنده تر سره کړې ده او په پاکستان کې يې د سفير په توګه کار کړی دی. طالبانو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery