دخپریدو نیټه : 2016-01-02 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ولسمشر غني: په دولتي او غير دولتي چارواکو هېڅ ډول لاسوهنه د منلو وړ نه ده
احمد فیصل
ولسمشر غني وايي، د قضا خپلواکۍ ته ژمن دى او په چارو کې يې د دولتي او غير دولتي چارواکو هېڅ ډول لاسوهنه د منلو وړ نه ده. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د سترې محکمې نوي غړي قضاوتوال عبدالحسیب احدي خپل د لوړې مراسم پر ځای کړل. سرچينه کاږي، په دې مراسمو کې چې پرون ماسپښين په ارګ کې ترسره شول، قاضي القضات او د سترې محکمې ريیس او د سترې محکمې د عالي شورا غړو هم حضور درلود، ولسمشر غني وویل، خوښ یم چې د سترې محکمې بل غړي هم له ولسي جرګې څخه د باور رایه واخیسته. ده غني وویل، خلک غواړي، چې د سترې محکمې له کړنو خبر وي او ښه به وي، چې په هغه بنسټ کې له مثبتو بدلونونو څخه هم خبر شي. اشرف غني ټینګار وکړ، چې د قضا په چارو کې د دولتي او غیر دولتي مقاماتو هېڅ ډول مداخله د منلو وړ نه ده. د هغه په وينا، په پرېکړو کې د قضا خپلواکي او د عدالت اصل ته ژمن یم او باید ټول دولت د دې پیرو وي.