دخپریدو نیټه : 2016-01-04 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
کندهاري ځوانانو د ښادمن په وړاندي د امريکايي محکمې پريکړه وغندل .
لودين
په کندهار کي زرګونو ځوانانو ، د ولايتي شورا غړو او مدني فعالانو د امريکايي محکمې د هغه پريکړې په غبرګون کي احتجاجيه غونډه وکړه ، چي ملي سوداګر حکمت ښادمن يې امريکايي قرارداديانو ته د رشوت په ورکولو مجرم کړی دی او فيصله يې کړې ده ، چي د هغه سلګونه ميليونه ډالر به کنګل کړي .
حکمت الله ښادمن کندهاری ملي سوداګر دی او د بهرنيانو سره يې د اکمالاتي توکو قراردادونه کړي دي ، د امريکا فدرالي محکمې تير کلونه دوه امريکايان په دې تور نيولي چي د حکمت ښادمن څخه يې ( ۱۵۰۰۰۰ ) امريکايي ډالره رشوت اخستی او د رشوت ورکولو په تور يې حکمت ښادمن هم مجرم بللی دی او د امريکايي رسنيو د خبرونو پر بنسټ چي ښادمن نيول کيږي .
حکمت ښادمن په دې برخه کي پر ده ټول تورونه بې ځايه بللي ،دا د ده په وړاندي توطيه بولي او وايې امريکا نه غواړي چي د بيوزلو افغانانو سره دي مرستي وسي .
د امريکايي محکمې دې پريکړې د هيواد په کچه غبرګونونه پارولي دي او نن يې پر ضد په کندهار کي پراخه غونډه او لاريون هم وسول .
کندهاري ځوانانو او د ولايتي شورا غړو د محکمې دا پريکړه د نړيوالو اوصولو خلاف وبلل ، ويناوالو زياته کړه که ښادمن مجرم دی بايد په خپل هيواد کي يې محکمه وسي او د افغانستان پر ولس مشر او ټول دولت يې ږغ وکړ ، چي د خپلو اتباعو څخه دفاع وکړي .
د غونډي په پريکړه ليک ګواښ سوی او ويل سوي وه ، که چي امريکا خپله پريکړه وا نه خلي او افغان دولت په دې برخه کي چوپ او يا بې تفاوته پاتي سي د هيواد په کچه به پراخ احتجاجونه او لوی لوی لاريونونه وسي .
کندهاري ځوانانو په کندهار ښار کي پراخ لاريون هم وکړ او ښادمن يې د هيواد ملي اتل باله .
د حکمت ښادمن په ملاتړ ځکه دريځونه قوي او ډير دي ، چي نوموړي د بدخشان د ځمکې ښويدني ، د کندز د سکوت ، د کندهار او هلمند د جګړو او ځينو نورو ناورينونو پر مهال ځپلو خلکو ته مرستي ور رسولې او د هغه د سرپناه او لمړنيو اړتياوو غم يې خوړلی دی .
ښادمن په خپل مالي لګښت لسګونو ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمينه برابره کړې ده ، بيوسه ناروغان يې د تداوۍ دپاره بهرنيو هيوادونو ته ليږلي دي او دا شعار ورکوي چي دی غواړي په دې ډول مرستو ملي نفاق ورک او د هيواد په کچه د هري سيمي په ګنډلو سره ملي اتفاق ته لاره هواره کړي .