دخپریدو نیټه : 2016-01-04 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
ولسمشرغني:له ترهګري سره مبارزه د سیمي او نړۍ ګډو هڅو ته اړتیا لري.
سید سلام
ولسمشر غني وايي، ترهګري منځمهال او اوږدمهال خطر دی چې له منځه وړل یې د سیمې او نړۍ د هېوادونو ګډو هڅو او همکاریو ته اړتیا لري.نوموړي دغه څرګندونې پرون ماښام د سناتور جک رید په مشرۍ د امریکا متحده ایالاتو د کانګرېس له پلاوي سره په ارګ کې د کتنې پر مهال کړې دي.له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او امریکا تر منځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا، د ترهګري له خطر سره د مبارزې د څرنګوالي او د دې پدیدې پر ضد د افغانستان د کوښښونو په هکله بحث او خبرې وکړې.