مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-04   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د جهادي او ملي ګوندونو شورا: له روان وضعیته د خلاصون په موخه ملي اجماع را غواړو

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا وايي چې پر حکومت د خلکو باور ورځ تر بلې مخ په کمېدو دی او زیاتوي چې له روان وضعیته د وتلو لپاره ملي اجماع را غواړي. د یادې شورا غړي سیداحمد ګیلاني ويلي چې د ملي یووالي حکومت تر جوړېدو وروسته د امنیتي ستونزو تر څنګ فساد او بېکاري خپل اوج ته رسېدلي، د قانون واکمني کمه شوې او حکومت د توقف په حالت کې دی. یادې شورا له حکومته د راتلونکو پارلماني ټاکنو د مهالوېش د اعلانولو غوښتنه کړې او ټینګار کوي چې په نږدې ورځو کې به د سولې په اړه حکومت ته یوه طرح وسپاري. د ملي یووالي حکومت پر کړنو د بې باورۍ کچه ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې ده. د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا چې یو شمېر سیاسي او جهادي څېرې په کې راټولې شوې ویلي چې د ملي یووالي حکومت له جوړېدو څه باندې یو کال تېریږي، خو تر اوسه حکومت خلکو ته اساسي کار نه دی کړی. دغه شورا نیوکه کوي چې د ملي یووالي حکومت تر جوړېدو وروسته د قانون واکمني کمه شوې، فساد اوج ته رسېدلی او پر راتلونکې د خلکو باور کم شوی دی. د دې شورا په خبره چې له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره به په نږدې ورځو کې یوه ستره اجماع را وبولي. په یاده شورا کې راټولو څېرو چې په تېرو ټاکنو کې مهم رول لوبولی، د حکومت له چارو نارضایتي ښيي او وايي چې اوسني نظام ته همدغو ګوندونو مشروعیت ورکړی و. د جهادي او ملي ګوندونو شورا غړی ګیلاني وايي، د سولې په تړاو مثبتې لاسته راوړنې نشته او نړیوال باید په دې برخه کې خپل صداقت په ډاګه کړي. د هغه په وینا چې ډېر ژر به حکومت ته د سولې ټينګښت لپاره یوه جامع طرح وسپاري. د جهادي او ملي ګوندونو دغه شورا په راتلونکو ټاکنو کې له یوه واحد دریځه د ګډون خبره کوي او له حکومت څخه د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو مهالوېش د اعلان غوښتنه کوي. د جهادي او ملي ګوندونو شورا چې له یوولسو ګوندونو جوړه شوې وايي چې ډېر ژر به د سولې خبرو او د هېواد روان وضعیت په تړاو د افغانستان په کچه یوه ستره غونډه راوبولي او خپل دریځ به په ډاګه کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery