مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-05   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په هېواد کې د ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې داوطلبۍ ته وړاندې شوې

احمد فیصل
سرچینه : د همیانۍ ورځپاڼه
د اوبو او برېښنا وزارت د هېواد په شلو ولایتونو کې له کورنیو سرچینو څخه د ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید یوه بسته (پکېج) چې دېرش پروژې په کې شاملې دي، ازادې داوطلبۍ ته وړاندې کړې. د هېواد د اوبو او برېښنا وزارت ټولو کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته بلنه ورکړې چې په دې برخه کې د پانګونې لپاره خپل وړاندیزونه دغه وزارت ته وسپاري. د افغانستان د وزیرانو شورا د روان لمریز کال په لړم میاشت کې له کورنیو سرچینو څخه د تجدید وړ انرژۍ د تولید طرحه چې د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا چمتو شوې وه، تایید کړه. د دې طرحې له مخې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د تجدید وړ انرژۍ د تولید دېرش پروژې په پام کې نیول شوې دي. د انرژۍ د تولید دغه دېرش پروژې د سل مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري. د برېښنا وزارت د خبر پاڼې له مخې له کورنیو سرچینو څخه د تجدید وړ انرژۍ د تولید یاده طرحه د وزیرانو له خوا تر تصویب وروسته اوس د تطبیق پړاو ته رسېدلې ده او په دې برخه کې د پانګونې لپاره ټولو کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته بلنه ورکړل شوې ده. د سل مېګاواټه برېښنا د تولید دغه دېرش پروژې په کابل، کندهار، بامیان، غور، هلمند، هرات، بدخشان، تخار، بلخ، اروزګان، نورستان، ډایکندي، بادغیس، زابل، لوګر، خوست او غزني ولایتونو کې عملي کېږي. دا برېښنا به له څلورو بېلابېلو (بادي، لمریز، ګازي او اوبیز) سرچینو څخه تولید شي. ټاکل شوې چې ۳۰ مېګاواټه لمریزه برېښنا په کندهار، ۱۰ مېګاواټه لمریزه برېښنا په کابل، ۵ مېګاواټه لمریزه برېښنا په غور، ۱۴ مېګاواټه بادي برېښنا په هرات، ۶ مېګاواټه ګازي برېښنا په بلخ او پاتې په یو شمېر نورو ولایتونو کې تولید شي. د برېښنا وزات وايي چې افغانستان له کورینو سرچینو څخه د برېښنا تولید په برخه کې کافي ظرفیت لري او د افغانستان د انرژۍ د ماسټر پلان له مخې دغه هېواد تر راتلونکي پنځلسو کلونو پورې باید له دې اړخه پر ځان بسیا شي. دا په داسې حال کې ده چې د برېښنا د ماسټر پلان خلاف چې په پنځه کاله مخکې جوړ شوی دی، افغان حکومت د برېښنا د تولید په برخه کې د کورنیو سرچینو پر ځای پر وارداتي برېښنا ډېره تکیه کړې ده. د افغانستان د انرژۍ د شل کلن ماسټر پلان له مخې، دغه هېواد د انرژۍ په سکتور کې د خودکفایۍ لپاره باید د راتلونکو شلو کلونو په موده کې پر کورنيو سرچینو پانګونه وکړي. د یاد پلان پر بنسټ افغانستان باید د برېښنا د تولید په برخه کې له اوبیزو، لمریزو او بادي سرچینو څخه ګټه واخلي. خو له سلما بند پرته په تېرو څوارلسو کلونو کې په افغانستان کې د برېښنا د تولید پر کومې سترې پروژې پانګونه ونه شوه. د برېښنا وزارت د رسمي شمېرو پر بنسټ د افغانستان د اړتیا وړ ۷۸ سلنه برېښنا له منځنۍ اسیا څخه پوره کېږي او پاتې ۲۲ سلنه یې له کورنیو سرچینو څخه لاسته راځي. د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني هم څه موده مخکې ویلي وو، چې د ماسټر پلان خلاف په تېرو څو کلونو کې کورني تولید ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې او افغانستان اوس هم د ګاونډیو هېوادونو پر وارداتي برېښنا متکي دی. نوموړي همدا راز ویلي وو، چې د اوبو او برېښنا په وزارت کې تر اوسه داسې کومه اداره یا مرجع نه شته چې دغه ماسټر پلان پلی او وڅاري. د افغانستان نږدې ۶۰ سلنه وګړي برېښنا ته لاسرسی نه لري. افغانستان ټولټال ۳۰۰۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري او د برېښنا وزارت وايي چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به د افغانستان د کورنۍ انرژۍ د تولید ظرفیت ۱۰۰۰ مېګاواټه ته ورسېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery