دخپریدو نیټه : 2016-01-06 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
شنونکي: طالبان د دې لپاره، چې د سولې په خبرو کې زیات امتیاز تر لاسه کړي بریدونه یې زیات کړي
احمد فیصل
د پوځې چارو کارپوهان وايي، په روان ژمي کې په غیرسابقه ډول د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي اصلي موخه د سولې په راتلونکې خبرو کې د زیاتو امتیازاتو ترلاسه کول دي.افغان امنیتي مقامات وايي، طالبان د ژمنیو فعالیتونو له لارې غواړي د جګړې په ډګر کې خپل وجود ثابت کړي.کتونکي وايي،د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور هڅه کوي خپل موقیعت غښتلی کړي او د بریدونو د زیاتوالي له لارې له افغان حکومت سره د سولې په را روانو خبرو کې خپل دریځ پیاوړی کړي.ټاکل شوې ده چې د امریکا او چین په منځګړیتوب په اسلام اباد کې د افغان چارواکو او پاکستاني مقاماتو ترمنځ د افغانستان د سولې د خبرو اترو د بیا پیل لپاره غونډه وشي.