مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-06   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشرغني: د اساسي قانون حفاظت او تطبیق زما تر ټولو مهمه او اصلي دنده ده

احمد فیصل
افغان ولسمشر اشرف غني وايي،د اساسي قانون د تصويب د ورځې په نمانځلو بايد بسنه ونه شي، بلکې بېلابېل بنسټونه بايد د دغې ملي وثيقې ارزښت روښانه کړي او ټولنه دې له خپلو حقوقو او وجايبو څخه خبره کړي.د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې نوموړي دغه څرګندونې د هېواد اساسي قانون له تصويب څخه د نمانځنې د ملي اونۍ په مناسبت کړې دي.ولسمشر وايي، په تېرو پنځلس کلونو کې زموږ په ملي ژوند کې یو تر ټولو لوی برياليتوب د اساسي قانون تدوین او تصویب و او د ولسمشر په توګه یې حفاظت او تطبیق، زما یوه تر ټولو مهمه او اصلي دنده ده. ده زیاته کړه: زموږ ټولو هڅه باید دا وي چې دغه ملي وثیقه پوره پوره تطبیق کړو او د خلکو د عملي ژوند برخه یې وګرځوو."
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery