مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-06   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د مارجې ولسوالۍ بېرته افغان ځواکونو ونیوله

احمد فیصل
افغان امنیتي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ وسله والو طالبانو ته د درنو مرګ ژوبلو له اړولو وروسته د هلمند مارجه ولسوالي نیولې ده.د راپورونو پر اساس افغان امنیتي ځواکونو د مارجې ولسوالي، چې د نوومبر په میاشت کې یې ډېرې برخې د طالبانو لاس ته ورغلې وې،په داسي حال کې ونیوله چې هوايي ځواک یې هم ملتیا کوله.شاهدان او امنیتي چارواکي وايي چې په جګړو او بمبارۍ کې تر ۱۰۰ زیات طالب اورپکې وژل شوي او نامعلوم شمېر نور ژوبل دي.د هلمند امنیه قوماندان وايي چې د مارجې د ټولو برخو له نیولو وروسته امنیتي ځواکونو تلاشي پیل کړې چې په کورونو او نورو ځایونو کې پټ شوي وسله وال سختدریځي ونیسي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery