دخپریدو نیټه : 2016-01-08 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
ولسمشرغني:افغانستان دترهګري دنړیوال ګواښ په لومړۍ کرښه دی
سید سلام
افغان ولسمشراشرف غني وايي،چې ترهګري پراخه سیمه ییز او نړیوال خطر دی، چې له دې پدیدې سره مبارزه سیمه ییزو او نړیوالو ستراتیژیکو همکاریو ته اړتیا لري او افغانستان له دغه خطر سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري.له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کاږي،چې ولسمشر غني دغه څرګندونې بېګا ماښام د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې د رئیس باب کورکر په مشري د امریکا د متحده ایالاتو د سنا مجلس له پلاوي سره په کتنه کې وکړې.په دې کتنه کې، چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لوریو په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول له ترهګري سره د مبارزې او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا په خاطرد دواړو هېوادونو د همکاریو د پراختیا په هکله بحث او خبرې وکړې.