دخپریدو نیټه : 2016-01-08 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
له خبریالانو د ملاتړ ټولنې: افغان حکومت د بیان ازداۍ ته نه دی ژمن
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د رسنیو یو شمېر فعالان او د خبریالانو ملاتړې ټولنې وايي، حکومت د بیان آزادۍ پر مرۍ د پښې اېښودلو هڅه کوي، چې له دې لارې غواړي خپلې کمزورۍ له خلکو پټې او خپله بقا تضمین کړي.
دوی وايي پر فیسبوک د یوې لیکنې له امله د هلمند د مرستیال والي محمدجان رسولیار ګوښه کول او همدراز د حکومت له لوري په مستقیم او غیر مستقیم ډول د رسنیزو فعالانو ګواښل هغه څه دي، چې ښايي نوې ستونزې ورته وزیږوي.
تر دې وړاندې ولسمشر غني د پکتیکا پخوانی والي عبدالکریم متین هم له دې امله له دندې ګوښه کړی و چې ویلي یې وو، حکومت د پکتیکا په یوه ولسوالۍ کې د کډوالو په نوم د داعش له کورنیو سره مرسته کړې.
د جنوبي آسیا د خبریالانو د ملاتړې ټولنې یا سفما مشر ضیا بومیا وايي هغه څه چې حکومت یې کوي په بشپړ ډول د بیان له آزادۍ سرغړونه او قانون ماتونه ده.
بومیا سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، حکومت ځکه خپل یو شمېر مامورین د حقیقت ویلو له امله له دندو ګوښه کوي، چې خپلې کمزورۍ پټې کړي او په یو شمېر مواردو کې ولایتي چارواکي رسنۍ او خبریالان هم په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګواښلي دي.
دی وايي که حکومت هم خپلې کمزورۍ پټوي باید له ټولو چارواکو، رسنیو او خبریالانو سره یو شان او قانوني چلند وکړي؛ خو کله چې اجرایه رییس پر خپل حکومت نیوکه کوي، کله یې چې مرستیال خپل حکومت بې وسه بولي او یا یو شمېر رسنۍ شپه او ورځ ورته ښکنځلې کوي د هغوی پر وړاندې اقدام نه کوي.
بومیا وايي د رسنیو پر وړاندې د حکومت چلند توپیري دی.
بومیا وايي، د بیان آزادۍ پر مرۍ د حکومت پښه اېښودنه به د حکومت لپاره ګرانه تمامه شي.
د کابل پرېس کلب مشر عزیز احمد تسل وايي، په دې ورستیو کې خبریالان معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې هم له ستونزې سره مخ دي.
نوموړي سرنوشت ته وویل، په داسې حال کې چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون په خپله ولسمشر غني توشیح کړی، نه پلی کیږي او په ډېرو مواردو کې حکومت ترې سرغړونه کړې ده.
تسل وايي د ملي یووالي په حکومت کې دننه یو شمېر کړۍ هڅه کوي د رسنیو شته آزادي ختمه او هر څه د حکومت په ولکه کې کړي، چې دا کار له نافذه قوانینو سره په ټکر کې دی نو ځکه یې په پټ ډول کوي.
معلوماتو ته د نه لاسرسي له یوې پېښې سره د سرنوشت خبریال هم مخامخ شوی دی. نوموړی وايي، دوه ورځې وړاندې یې غوښتل د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل کې د شته درملتونونو په اړه رپوټ جوړ کړي؛ خو د وزارت د رسنیو دفتر ورته ویلي، چې دی نه شي کولی مستقیم د هغوی نظر واخلي.
د وزارت د رسنیو دفتر نوموړي ته همدراز ویلي، که دی غواړي پر کومه موضوع د عامې روغتیا وزارت نظر واخلي نو باید وزارت ته عریضه وکړي او بیا د څو رییسانو تر تایید ورسته خپلې پوښتنې له وړاندې له مسوولینو سره شریکې کړي چې بیا به یې هغوی ځواب کړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ هم اوس رسنیو ته مستقیم ځواب نه وايي، بلکې لومړی د رسنیو پوښتنې اخلي او بیا یې ورته په ویډیو بڼه ځوابوي چې دغه کار ولس ته د ځواب ویلو فرصت کموي.
په دې ورستیو کې د رسنیو یو شمېر فعالان هم د نامعلو وسله والو له لوري په پلازمېنه کې په نښه شوي، چې دغه کار له خلکو سره اندېښنې پیدا کړې دي.