دخپریدو نیټه : 2016-01-09 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
افغان:دجګړې ښکېلې خواوې دي ځوانان د جګړې له شره وساتي
سید سلام
د افغانستان ځوانانو د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز په هېواد کې د جګړې له ښکېلو ډلو وغوښتل چې د سولې له اوسني فرصت نه ګټه واخلي او ځوانان د جګړو له شره وژغوري. د افغانستان ځوانانو د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز مشر عبدالودود افغان نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې په هېواد کې روانه جګړه له پوځي لارې نه؛ بلکې د سياسي هڅو او خبرو له لارې پاى موندلاى شي.هغه په پاکستان کې کېدونکې ناستې ته په اشارې وويل:" دا چې د جګړو او ناخوالو اصلي قربانيان ځوانان دي نو له دولت او وسله والو مخالفينو نه زموږ غوښتنه داده چې د سولې د خبرو له دې فرصت نه اعظمي ګټه پورته کړي، او ځوانان دې د جګړو له شره وژغوري."